ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګڼې ګوڼې د زياتوالي له امله زرګونه افغانان  له روغتيايي او امنيتي چيک پرته له تورخمه واوښتل

د ګڼې ګوڼې د زياتوالي له امله زرګونه افغانان له روغتيايي او امنيتي چيک پرته له تورخمه واوښتل

author avatar
7 Apr 2020 - 11:26
د ګڼې ګوڼې د زياتوالي له امله زرګونه افغانان  له روغتيايي او امنيتي چيک پرته له تورخمه واوښتل
author avatar
7 Apr 2020 - 11:26

جلال اباد (پژواک ۱۹ وری ۹۹):  تورخم دروازه چې د کرونا ويروس له امله تړل شوې وه ، نن سهار مسافرینو پر دروازه هجوم وروړی دروازه يې خلاصه کړې او زرګونه افغانان له کوم روغتيايي او امنيتي چيک پرته هيواد ته راستانه شوي دي.

د ننګرهار ولايتي ادارې وار له مخې پرېکړه کړې وه چې هر راتلونکی شخص به له ۱۴ ورځو نيولې تر ۲۱ ورځو په تورخم کې قرنطين کېږي؛ خو دا پرېکړه خپله ولايتي ادارې پرون د ورځې تر پايه ماته او هلته قرنطين شوي نږدې زر کسان يې بېرته را خوشې کړل.

تورخم دروازه چې څه د پاسه مياشت وړاندې تړل شوې وه او هلته په زرګونو افغان مسافر بند پاتې و، تېرو دوو ورځو کې يې ځانونه تر تورخم دروازې رارسولي و خو په دروازه کې د زرو کسانو د پرېښودو محدود له امله د لسو زرو په شاوخوا کې مسافر له دروازې هغې غاړې ولاړ و.

د تازه راپورونو له مخې نن سهار (د وري په ۱۹مه) مسافرو په دروازه هجوم وړی، دروازه يې خلاصه/ماته کړې او له کوم روغتيايي او امنيتي چيک پرته افغان خاورې ته دننه شوي دي.

په تورخم کې د افغان کميسارۍ مرستيال څارمن محمد امين پژواک اژانس ته وويل، زرګونه مسافر چې شمېر به يې نږدې لسو زرو ته رسېده نن سهار د تورخم په دروازه دېخوا راواوښتل.

دی وايي: ((هلته يې په دروازه هجوم وړی و، پاکستاني مسولين مجبور شوي چې دروازه يې ورته پرانېسته، موږ هم د دې توان نه درلود چې د ټولو مخنيوی وکړو. همداسې بې چيکه لاړل.))

د کميسارۍ د مرستيال په وينا افغان خاورې ته د را اوښتو کسانو شمېر زيات و نو ځکه خو يې دوی په مخنيوي کې پاتې راغلل او ښايي ګڼ شمېر کسانو ځانونه تر جلال اباد ښاره هم رسولي وي.

بلخوا د تورخم ښاروال وايي، له پرونه يې اندېښنه درلوده چې پاکستاني ځواکونه به همداسې يو چلند کوي چې په زيات شمېر کې افغانان به يو ځل ورپرېږدي چې له کوم چېک پرته هيواد ته ستانه شي.

زيارمل افغان پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې يو شمېر داخلي زورواکو او مافيايي کړيو له پاکستاني حکومت سره لاس يو کړی او داسې يوه ستونزه يې رامنځته کړې ده.

ده هم تاييد کړې چې د لسو زرو په شمېر کې مسافرين پر پاسپورټونو له دخولي ټاپو وهلو پرته هيواد ته ستانه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.