Pajhwok Afghan News

فضل محمود فضلي د چارو ادارې د لوی رئیس په توګه وټاکل شو

کابل (پژواک ۲۱ وری ۹۹): د ولسمشر محمداشرف غني د فرمان په اساس ډاکټر فضل محمود فضلي د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس وټاکل شو.

دغه مطلب له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده، بيان شوی دی.

سرچینه زياتوي، د هیواد جمهور رئیس د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې د حکم پر بنسټ، ډاکټر فضل محمود فضلي په خارج رتبه بست کې وټاکه او په ورسپارل شویو چارو کې یې ورته د بریالیتوب دعا وکړه.

فضلي تر دې وړاندې په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار و.

تردې مخکې ډاکټر فیض الله کاکړ له کابو لسو مياشتو راپدېخوا دغه دنده مخ ته وړله.

 

Views: 1

Exit mobile version