ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تیرو څلورو ورځو کې له پاکستانه نږدې ۸۰  زره افغانان ستانه شوي

په تیرو څلورو ورځو کې له پاکستانه نږدې ۸۰ زره افغانان ستانه شوي

author avatar
10 Apr 2020 - 11:01
په تیرو څلورو ورځو کې له پاکستانه نږدې ۸۰  زره افغانان ستانه شوي
author avatar
10 Apr 2020 - 11:01

جلال اباد، کندهار (پژواک، ۲۲ وری ۹۹) : وروسته له هغه چې پاکستان د تورخم او سپین بولدک دروازې د څلورو ورځو لپاره د افغانانو پر مخ پرانستلې، په دې موده کې نږدې ۸۰ زره افغانان هیواد ته ستانه شول.

پاکستان تیره میاشت د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه له افغانستان سره ټولې رسمي لارې وتړلې چې له امله یې پاکستان ته تللي لسګونه زره افغان مسافرین ایسار پاتې شول.

خو پاکستان د افغان حکومت په غوښتنه د تیرې دوشنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک لارې د څلورو ورځو لپاره پرانستلې، چې پرون ماښام دغه موده پای ته ورسیده.

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو کمېسار ډګروال محمد شریف غرزي د وري په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو څلورو ورځو کې ۳۸ زره ۷۵۱ تنه مسافر د سپين بولدک له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

هغه زیاته کړه په لومړۍ ورځ چې لار پرانیستل شوه ۹۱۹۸ تنه، په دویمه ورځ ۱۰۱۰۹ تنه، په درېیمه ورځ ۱۷۱۸۹ او نن په څلورمه ورځ ۲۲۵۵ مسافر هېواد ته را ستانه شول.

دی وايي، دغه ټول کسان د روغتیايي ډلو له خوا سکرین شوي چې څلور تنه په کې مشکوک وو او په کندهار ښار کې د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړي شوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ده یادونه وکړه چې نن له دې لارې د مسافرو د راتګ لړۍ ودرېدله او ل نن څخه به لار د وسایطو پر مخ پرانیستل شي.

د معلوماتو له مخې د ډیورنډ کرښې په هغې غاړې چمن ښار کې د افغان سوداګرو ۹ زره په خوراکي او غیر خوراکي توکو او درملو بار لارۍ ولاړې دي.

بلخوا د ننګرها ولايت  مسوولین وایي چې تورخم ښارګوټې له لارې په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا څلويښت زره مسافرین د کوزې پښتونخوا او پاکستان څخه ننګرهار ته را ستانه شوي دي.

د  والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي پژواک ته وویل، له ياد شمېر څخه د ۳۳ زره کسانو روغتيايي سکريننګ او امنيتي پلټنه شوې؛ خو شاوخوا اووه زره کسان د بې نظمۍ له امله له سکريننګ پاتې شوي او همدا راز راغلو کسانو کې د کرونا ويروس کومه شکمنه پېښه نده ثبت شوې.

د هغه په وینا، ټاکل شوې د جمعې په ورځ به د ځانګړي طرزالعمل له مخې تورخم دروازه د ترانیزیټ پرمخ پرانیستل شي، چې لس زره د خوراکي توکو بار ولاړ موټرونه به له کوزې پښتونخوا څخه ننګرهار ته داخل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.