ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: هغه طالبان ووژل شول، چې لوګر کې یې ملي اردو ته مرګ ژوبله اړولې وه

author avatar
18 Apr 2020 - 20:14
author avatar
18 Apr 2020 - 20:14

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۹۹) : د ملي دفاع وزارت وایي ، هغه ډله طالبان چې دوه شپې مخکې  یې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی وو،  نن ووژل شول.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو په یاد کې د ملی اردو نهه سرتیري وژل شوي وو، خو ځینو سرچینو دا شمیره له شلو ډیره یاده کړې وه.

د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر لخوا د وري په ۳۰مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې مخکې دغو طالبانو يو ځل بيا د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.

سرچینې زیاته کړې، چې د هیواد د هوایي ځواک د فعالې دفاع په چوکاټ کې  د هغو پلان شنډ کړ ، چې په پایله کې یې، ۱۰ تنه ووژل شول او ۱۶ نور یې ټپیان شول.

بلخوا د پکتیا ولایت مقام لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددې ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د پاکستاني اتباعو په ګډون ۱۲ تنه وسله وال مخالفین وژل ترهګر وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، افغان سرحدي ځواکونو د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څیرمه د سپینې شګې په سیمه کې په یوه وسله واله نښته کې ۱۲ تنه جنګیالي وژلي، چې د راپورونو پر اساس په وژل شویو کې پر وسله والو طالبانو سربېره پاکستاني ترهګر هم شامل دي.

ولایت مقام ویلی، دغه نښته هغه مهال رامنځته شوې چې د ډیورنډ کرښې له بلې خوا څخه ترهګرو له خپلو پاکستاني همکارانو سره یو ځای د سپینې شګې ساحې ته داخل او پر افغان سرحدي ځواکونو یې ډزې کړي. په نښته کې افغان ځواګونو ته کوم زیان ندی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.