ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې باید د کرونا ویروس په اړه د معلوماتو خپرولو انلاین سیستم جوړ شي

افغانستان کې باید د کرونا ویروس په اړه د معلوماتو خپرولو انلاین سیستم جوړ شي

author avatar
19 Apr 2020 - 18:14
افغانستان کې باید د کرونا ویروس په اړه د معلوماتو خپرولو انلاین سیستم جوړ شي
author avatar
19 Apr 2020 - 18:14

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۹۹): ځینې خبریالان وايي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت باید د تېروتنو د مخنیوي په موخه د کرونا ویروس په اړه د معلوماتو خپرولو انلاین سیستم جوړ کړي.

خو دغه وزارت وایي، چې د همداسې یو سیستم پر جوړولو کار روان دی.

دا په داسې حال کې چې نن ځینو رسنیو د عامې روغتیا د وزیر له خولېلیکلي و چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دی، خو د دغه وزارت ویاند رسنیو ته بیا په یوه لیږل شوي پیغام کې وویل چې په دغه موده کې ۶۳ پېښې ثبت شوې دي.

د عامه روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وروسته وویل چې د سرویلانس په څانګې کې د تخنیکي ستونزو له امله درې مثبتې پېښې کمې ښودل شوې وې.

دوې اوونۍ وړاندې د عامې روغتیا وزارت د کرونا ناروغۍ تازه شمېرې له ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې هم اعلانولې خو په هرو ۲۴ ساعتونو کې یو ځل دا کار کوي.

د روهي وېبپاڼې نشراتي مسوول شمس رحمانزی وایي، د نورې نړۍ په پرتله د افغانستان عامې روغتیا وزارت په پېچلې ډول د کرونا ویروس په اړه شمېرې اعلانوې او دغې چارې خبریالانو او عامو خلکو ته ستونزه جوړه کړې.

دی وايي:"خلک سم نه پوهیږي چې هر ورځ د کرونا شمېرې څومره لوړیږي او څومره کمېږي؛ دا چې د عامې روغتیا وزارت مسوولین په ۲۴ ساعتونو کې شمېرې اعلانوي په خپله یوه ستونزه ده، د دې لپاره کوم منظم سیستم موجود نه دی چې هره شېبه هر سړی ورته لاسرسی ولري."

هغه زیاته کړه، که د نورې نړۍ د هېوادونو په څېر د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د کرونا ویروس شمېرو لپاره یو ځانګړی سیستم ولري، نو ښايي نه یوازې د خبریالانو ستونزه حل کړي بلکې هر څوک به پرې په اسانه ډول هم پوه شي او هر وخت به لاسرسی ورته ولري.

رحمانزی وايي،په نورو ډېرو هېوادونو کې خلک د کرونا په اړه نوي معلومات له انلاین سیستمونو تر لاسه کوی او ډېر وضاحت لري.  

کابل کې د ازادي راډیو خبریال خاطر پردېسوايي:"که د څو رسنیو استازي راټول شي او له وزارته وغواړي چې شمېرې دقیقې د یوه معلوم سیستم له لارې اعلان کړي، نو فکر کوم همدا یې حل لاره ده؛ که دوی توجه نه کوي، نو غیر له دې چې خبریالان باید ډېر دقت وکړي، بله لاره نه لري."

خو د شمشاد ټلویزیون اېډېټر صادق ترابزی وايي چې د روغتیا وزارت له خوا د کرونا د پيښو په شمېرو کې ستونزه نشته، یوازې دوی په خپل منځ کې همغږي نه لري او په دې اړه شمېرې ترې مخکې او وروسته کیږي.

د اریانا ټلویزیون خبریال سمیع جهش هم د وزارت د چارواکو ترمنځ د کرونا تازه شمېرو د اعلان په برخه کې په همغږۍ ټینګار کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.