Pajhwok Afghan News

دولت او خصوصي سکتور له اړو کسانو سره په ګډه مرستو ته چمتوالی نیسي

کابل (پژواک، ۸ غویی ۹۹): ولسمشر غني د افغانستان د سوداګرۍ له بېلابېلو خونو وغوښتل چې له اړو کسانو سره د دولت او خصوصي سکتور د ګډو مرستو طرحه جوړه کړي او سوداګرو هم له اړو خلکو د لاسنیوي ژمنه وکړه. 

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي په موخه ډېر کسان وزګار شوي او مرستو ته اړتیا لري.

د ولسمشرۍ مانې په خبرپانه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني تېره ورځ مازیګر د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو د بېلابېلو خونو له رهبرۍ او د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره په همدې تړاو د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

سرچینه لیکي چې افغانستان کې د بین المللي سوداګرۍ خونې رئیس الحاج مایل اغا خیرخواه، د افغان – جرمن د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي رئیس جلال الدین سعید، د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل رئیس سیدزمان هاشمي، د خان سټیل کمپنۍ رئیس او د ولسي جرګې غړي حاجي خان محمد وردګ او ملي سوداګر شېرباز کمین زاده خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، یادو ویناوالو د هېواد له زیانمنېدونکو اقشارو او بې وزله خلکو سره د سوداګرۍ او صنایعو خونو د شویو مرستو په اړه راپور ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د دولت د مټ او شریک په توګه په راتلونکي کې هم همکارۍ ته تیار دي، تر څو ټولو زیانمنېدونکو اقشارو ته لومړني توکي او اړینې مرستې ورسېږي.

سرچینه لیکي چې ولسمشر غني د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو رهبرۍ څخه په مننې، له خلکو سره د همکارۍ په برخه کې د ملي سودګرو او پانګوالو د رول قدرداني وکړه او ويې ویل چې د سوداګرۍ او پانګوالو ټولنه او دولت د یو بل د پیاوړو مټو په توګه په دې حساس وخت کې ګډ مسوولیت لري تر څو د خلکو لاسنیوی وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، غني د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د بېلابېلو خونو له چارواکو څخه غوښتي چې د لیکلې طرحې له لارې هغه کارونه مشخص کړي چې په راتلونکي کې یې له دولت سره په ګډه کولای شي.

ولسمشر ویلي چې دغه طرحه دې له جمهوري ریاست سره د پرېکړې په موخه شریکه شي.

Views: 0

Exit mobile version