ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ په زارع ولسوالۍ کې ۳۸ پاڅون کوونکو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
1 May 2020 - 12:06
author avatar
1 May 2020 - 12:06

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۹۹) : ځایي سرچینې وایي، چې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې ۳۸ پاڅون کوونکو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

د زارع ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د طالبانو له خوا جګړه تېره ورځ پیل شوې وه او د نن ورځې تر سهاره یې دوام درلود.

د زارع ولسوالۍ قومي مشر حاجي رحیم د غویي په ۱۲مه، پژواک اژانس ته وویل چې جګړه لومړی طالبانو پیل کړه او د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو یې بریدونه وکړل.

نوموړی زیاتوي چې په دغه جګړه کې تر ۴۰ تنو پورې امنیتي منسوبینو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډېری یې سیمه ییز پاڅون کوونکي دي.

د هغه په خبره, جګړې تر سهاره دوام درلود؛ خو کومکي ځواکونه سیمې ته نه دي ورغلي. نوموړی وایي چې د جګړو له امله لسګونه کورنۍ هم بېځایه شوې دي.

په ورته وخت کې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي چې د زارع ولسوالۍ په جګړه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. نور ویلي چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او جګړې ته یې دوام ورکړی دی.

هغه پر حکومت هم تور پورې کړی چې د خلکو د ساتنې برخې ته توجه نه کوي.

د بلخ امنیه قومانداني هم د زارع ولسوالۍ جګړه تاییدوي. د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل پژواک ته وویل چې په زارع کې جګړه شوې او تلفات هم اوښتي؛ خو بشپړ جزيیات یې تر اوسه نه شته.

د ملي دفاع وزارت نن سهار هلته د ۱۱ سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی و.

طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.