ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صدقه فطر: د غنمو ۷۰ ، د کجورو ۳۶۰ او د ممیزو ۷۰۰ افغانۍ ده

صدقه فطر: د غنمو ۷۰ ، د کجورو ۳۶۰ او د ممیزو ۷۰۰ افغانۍ ده

author avatar
16 May 2020 - 10:30
صدقه فطر: د غنمو ۷۰ ، د کجورو ۳۶۰ او د ممیزو ۷۰۰ افغانۍ ده
author avatar
16 May 2020 - 10:30

کابل (پژواک، ۲۷ غویی  ۹۹) : ديني علماء وايي چې په بازار کې د غنمو د ورځې د بيې په حساب سږ کال صدقه فطر په اوسط ډول  ۷۰ افغانۍ ده، خو که چا ډېرې ورکړې ، زیات اجرونه لري.

د فطر صدقه په هر مسلمان”نر، ښځه، سپين ږيري، ځوان، بالغ، نابالغ او نوي پيدا شوي ماشوم” چې د روژې تر وروستۍ ورځې د لمر تر پرېوتو پورې ژوندى او د خپل ځان او اولادونو يوې شپې او ورځې د اړتيا وړ غذا څخه ډېره غذا ولري، واجب ده.

علماء وایي، د فطر صدقه پر هر هغه مسلمان چې د خپل ځان او د هغو کسانو چې نفقه يې پر ده باندې وي، لکه ښځه، اولادونه او خدمتګار يې، چې مسلمان وي، واجب ده.

د غنمو لپاره نیم، د وربشو، ممیزو او کجورو لپاره يو صاع يا پيمانه ښودل شوې چې د فطر صدقې په توګه به یې ورکوي.

خو ددې پیمانې یا صاع پرسر د علماوو اختلاف دی، څوک وایي چې یو صاع یا پیمانه درې کیلو ده، څوک دوه نیم کیلو او ځینې بیا دوه او څه کم دوه کیلو یادوي، ددوی په وینا، هغه مهال د مکې یو ډول پیمانه وه، د مدینې بل او د ځینو نورو سیمو بیا بل ډول پیمانه وه. 

خو د جمهورو او احنافو علماوو په نزد، یوصاع  شاوخوا درې نیم کیلو کیږي چې نیمه پیمانه یا صاع  خوردکم يو چارک يا يوه کيلو او ٨٠٠ کيلو ګرامه اټکل کېږي.

د هېواد یو تن دیني عالم دوکتور افتخار احمد کاکړ چې اوس په اسټرالیا کې مېشت دی او ددغه هېواد دفتوا د کمېټې غړی هم دی وایي، د شريعت له مخې مميز، کجورې، غنم او اوربشې او یا هر هغه خوراکی توکي چې په کومه سیمه کې ډېر کارول کیږي، بايد د صدقه فطر په توګه ورکړل شي.

ده زیاته کړه: (( دلته اسټرالیا کې خلک وریجې ډېرې کاروي، نو موږ دوریجو د بیې له مخې، ۱۲ اسټرالیایي ډالره صدقه فطر ټاکلي دي.))

د نوموړي په وينا، په افغانستان کې غنم او وریجې ډېر مروج دي، نو بايد د دې له مخې ورکړل شي، خو څوک چې شتمن دي او ددې لپاره چې غریبو ته ډېره ګټه ورسیږي، باید د ممیزو او کجورو څخه د فطر صدقه ورکړي.

دوکتور کاکړ وایي، دا چې اوس د کرونا او قرنطین له امله ډېر خلک بې کاره او بې وزله شوي، نو شتمن خلک باید د ممیزو او کجورو له مخې صدقه فطر ورکړي، څو له بې وزلو سره ډېره مرسته وشي.

د کابل په  ميرويس ميدان (کوټه سنګي) سيمه کې د خوراکي توکو پلورنځي مسوول عبدالله مروت پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يو من ( اووه کيلوګرامه ) وطني غنم په ۲۶۰ افغانۍ دي او یو من اوړه په ۲۵۰ افغانۍ دي.

هغه زياته کړه، د خوردکم يو چارک غنمو او اوړو بيه شاوخوا ۷۰ افغانۍ کېږي.

دغه راز مروت وویل چې یوه کیلو ښې کجورې په ۱۲۰ افغانۍ کیږي چې درې نیمې کیلو۳۶۰ افغانۍ کیږي او اوسط ممیز کیلو په ۲۰۰ افغانۍ دي چې درې نیمې کیلو یې ۷۰۰ افغانۍ کیږي.

دوکتور کاکړ وایي، صدقه فطر د فقيرانو او بېوزلو حق دى، خو که چېرې په خپلوانو کې يې دغه خلک وي، نو بيا د لومړيتوب دغه حق د اقرباوو دى.

هغه زیاته کړه چې اسلام تر فقیرانو، بې وزلو، غریبانو او اړمنو کسانو باندې ډېره پاملرنه کړې او ډېره هڅه یې کړې چې د دوی ستونزې هوارې شي.

د نوموړي په وینا، د همدې لپاره اسلام د زکات نظام رایج کړی، زکات له سرمایه دارانو اخیستل کیږي فقیرانو ته ورکول کیږي.

ده زیاته کړه : (( مسلمان چې له کوچني اختره مخکې له خپل مال څخه صدق فطر ورکړي چې دا د هغه د نفس د پاکۍ او په روژه کې ترې د شویو ګناهونو او  تېروتنو جبیره کیږي.))

هغه وايي، څومره چې له اختره مخکې صدقه فطر ورکړل شي، نو ثواب يې ډېر دى، ځکه چې بې وزله خلک به د اختر لپاره جامې او خوراکي توکي واخلي، خو کاکړ وايي چې داختر تر لمانځه پورې يې ورکولى شي.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.