ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د غني او عبدالله ترمنځ شوې هوکړه به د سولې پروسه ګړندۍ کړي”

“د غني او عبدالله ترمنځ شوې هوکړه به د سولې پروسه ګړندۍ کړي”

author avatar
18 May 2020 - 15:31
“د غني او عبدالله ترمنځ شوې هوکړه به د سولې پروسه ګړندۍ کړي”
author avatar
18 May 2020 - 15:31

کابل (پژواک، ۲۹غويی ۹۹): د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي، د غني او عبدالله تر منځ سیاسي هوکړې سره به د سولې پروسه ګړندۍ شي، ځو ځینې نور بیا وایي چې اوس به د سولې پروسه نوره هم پېچلې شي.

د ولسمشرۍ ټاکنې تېر کال د تلې په شپږمه تر سره شوې. د ټاکنوخپلواک کمېسیون له دغو ټاکنو وروسته محمداشرف غني ولسمشراعلان کړ، خو بل مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله دغه پرېکړه ونه منله او ځان یې ولسمشر وباله.

دغه اختلاف سره له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د هېواد ځینو سیاسي او جهادي مشرانو یې د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړې، خو بیا هم شاوخوا اتو میاشتو ته اوږد شو.

خو تېره ورځ د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ  سیاسي- ټاکنیز اختلاف د دواړو لوریو ترمنځ د واک پر وېش د هوکړې له لارې پای ته ورسېد.

په دې هوکړه کې راغلي چې د دولت عالي شورا به له سیاسي رهبرانو او ملي شخصیتونو جوړه شي، ولسمشر ته به په مهمو مسایلو کې مشوره ورکوي او غړي به یې له دولتي ځانګړي پروتوکول څخه برخمن وي.

د دې هوکړې له مخې، عبدالله ته د ملي مصالحې د عالي شورا ریاست او د هغه سیاسي ملاتړو ته په کابینه کې نیمايي ونډه ورکړل شوې. دغه راز د هوکړې له مخې د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم ته چې په ټاکنو کې یې له عبدالله ملاتړ کړی و، د مارشالۍ افتخاري رتبه ورکول کیږي.

پخوانې سلاکار وزیر او د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود هیله څرګنده کړه چې دغه هوکړه به د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره ګټوره تمامه شي، ځکه چې له دې سره په هېواد کې یو ډول سیاسي اجماع رامنځته شوه. 

د هغه په وینا، اوس به غني، عبدالله او ټول افغانان د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره هڅې وکړي او په حکومت کې باید تولو ډلو ته ونډه ورکړل شي.

دی وایي ، چې پخوا بهرنیو د افغانانو شخړې هوارولې خو اوس د لومړي ځل لپاره دافغان سیاسي مشرانو او په ځآنګړې توګه استاد سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي وکولی شول، چې دا ستره لانجه هواره کړي.
مسعود زیاته کړه، دا چې اوس یو ډول په هیواد کې سیاسي اجماع هم رامنځته شوې ده، باید ټوله پاملرنه سولې پروسې ته وشي  او د ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل او په هیواد کې اور بند ته لاره هواره شي.

د نوموړي به وینا، بین الافغاني مذاکرات باید د بهرنیانو له مداخلو پرته یواځې دافغانانو لخواترسره شي ، چې ښې پایلې ولري.

خو د سیاسي چارو یو بل شنونکی خوشحال خلیل یاده هوکړه په تېرو څلورو لسیزو کې افغانستان کې  یوه بېسارې هوکړه بولي او وایي:«له دغه توافق څخه ښکاري چې د عبدالله او غني پلویان دواړه خپه دي او هر هغه سیاسي توافق کې چې دواړه خواوې خپه وي هغه توافق کامیاب دی.»

د هغه په اند، له دغې هوکړې سره به جمهوریت پیاوړی او په ټپه ولاړه حکومتولي به په حرکت راشي. ده هیله څرګنده کړه چې له دې سره د سولې هڅې هم ګړندۍ شي. 

خو ځینې د سیاسي چارو شنونکي بیا د دغې هوکړې په اړه اندېښمن دي او وایي، چې اوس د سولې بهېر نور هم پیچلی شو.

لیکوال او سیاسي شنونکي اسد وحیدي وایي، چې د مصالحې عالی شورا په جوړېدو سره د بین الافغاني خبرو مسئله لا پیچلې شوې، ځکه چې د دغې شورا په جوړښت کې زیاتې ستونزې دي.

ده وویل:« زه خو چي د سولې عالي شورا جوړښت ته ګورم، دا شورا به د سولې عالې شورا په شان او یا هم تر هغې بدتره یوه شورا وي، ځکه چې په دغه شورا کې د تصمیم نیولو یو روښانه میکانیزم نه شته، واک او اختیار به بیا ټول له ولسمشر سره وي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی ودیر صافي هم وایي، فکر نه کوي چې د مصالحې عالې شورا به له طالبانو سره جوړجاړې ته ورسیږي .

هغه زیاته کړه:« د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله او نور ترکیب یې د افغانستان ټولو خلکو ته معلوم دی چې دوی له کلونو کلونو را هیسې سوله نه غوښته او په جنګ کې ددې خلکو ګټه ده، که چېرته یې ۱۸۰ درجې تغییر کړی وي نو بیا د خدای وکړي چې دا خلک سوله راولي.»

هغه وویل، چې د مصالحې عالي شورا یو امتیاز و چې عبدالله عبدالله په زور تر لاسه کړ.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي،چې افغان لوري باید د ستونزې اصلي حل ته متوجه شي او د یادې ستونزې حل د دوحې تړون عملي کېدو کې دی.

هغه پر خپل ټوېټر لیکلي: “په کابل کې چې څه روان دي د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار دی، افغان جهتونه باید د ستونزې اصلي حل ته متوجه شي،د افغانستان د ستونزې حل د دوحې د تړون په عملي کېدو کې ایښی. باید د خنډونو له ایجاد څخه ډډه وشي. د بندیانو د خلاصون پروسه تکمیل شي او هرڅه ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي.”

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.