جلال اباد (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۹) : د ننګرهار د هوایي ډګر جوړولو د تړون لومړۍ برخه، د احاطې دیوال، فینس او امنیت برجونو جوړولو په ګډون د ۷۹.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د افغان ګلوبل اپریشن شرکت سره لاسلیک شو.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رییس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده په کابل کې د دې تړون د لاسلیک پرمهال وویل چې د ننګرهار هوایي ډګر په کابل کې د اضطراري حالت او خراب هوا شرایطو او همدا راز د هېواد ختیځو ولایتونو سره د ارتباط لپاره د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د بدیل په توګه مهم دی.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې بشپړېدل به د سیمې او نړۍ بازارونو ته د هېواد د ختیځو ولایتونو د کرنیزو محصولاتو صادراتوته لاره هواره کړي.
د ننګرهار د هوایي ډګر د جوړونې د پروژې د دویمې برخې ډیزاین، په ګډون د مسافرینو ترمینل، اور وژنې او هوا پېژندنې تعمیر، رنوې خط، ټکسیوي او رمپ په ګډون کار بشپړ شوی او داوطلبي به یې ژر پیل شي.
د ملکي هوایي چلند رییس وویل چې د ننګرهار هوایي ډګر ترمینل ډیزاین به د عصري او محلي انجنیري ترکیبونو څخه د هېواد د ودانولو کلتور منعکس کړي.
ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د ننګرهار د هوایي ډګر جوړونه عملاً پیل شي.
د هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال د د دې ادارې د پلان او پالیسۍ معین امانزیب انصاري، د پلان جوړونې رییس نصرت الله تاج او د تدارکاتو امر عبدالغفور اسحاقزي او د ملکي هوایي چلند ادارې یو شمېر چارواکو ګډون درلود.
د یادونې ده چې د ننګرهار پخوانی ملکي هوایي ډګر چې د جلال اباد ښار ختیځ څنډه کې د تورخم پر سړک موقعیت لري، اوس د نظامي چارو لپاره کارول کیږي.
د ننګرهار نوی هوایي ډګر ددې ولایت د کوز کونړ یا خېوې ولسوالۍ اړونده د ګمبیري په سیمه کې جوړیږي او د سروې چارې یې پخوا ترسره شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن