کندوز ښار (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٩): د کندوز ولايتي شورا تور پورې کوي چې د دغه ولايت د ښوونځيو د ودانيو په جوړولو کې فساد کيږي او په ښه کيفيت نه جوړيږي، خو د پوهنې رياست بيا دغه څرګندونې ردوي.
د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي د غبرګولي په ١٣مه رسنيو ته وويل چې د پوهنې رياست ډېرى وخت د ښار پرځاى په لرو پرتو او نا امنو سيمو کې د ښوونځيو ودانۍ جوړوي.
هغه وايي: ((د طالبانو تر حاکميت لاندې سيمو کې ښوونځي جوړوي، دغه کار د فساد لپاره کوي، هلته يې په ټيټ کيفيت جوړوي، څوک نشته چې د کار نظارت يې وکړي.))
دغه راز د ولايتي شورا بل غړي خليل قاري زاده هم تور پورې کړ چې د کندوز د پوهنې رياست چارواکي د شخصي ګټو لپاره ښوونځي په ښه کيفيت نه جوړوي.
دى زياتوي: ((د امام صاحب ولسوالۍ په مرکز کې زده کوونکي تر خېمو لاندې زده کړې کوي، خو دوى بيا د دې ولسوالۍ په لرو پرتو او نا امنو سيمو کې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړوي چې ښکاره د فساد لپاره دغه کار کوي.))
د کندوز ولايتي شورا د خپلو څرګندونو د ثابتولو لپاره د امام صاحب ولسوالۍ د شېرشاه سوري ښوونځى رسنيو ته په ګوته کړ.
د پژواک خبريال سيمې ته ورغلى او دغه ښوونځى يې له نږدې ليدلی دی.
د شېرشاه سوري دغه لومړنی ښوونځی د امام صاحب ولسوالۍ په دوراهي سيمه کې څلور مياشتې وړاندې جوړ شوى دى.
که څه هم تر اوسه دغه ښوونځي ته زده کوونکي نه دي ورغلي، خو د ديوالونو رنګ يې له منځه تللى او په ځينو ځايونو کې يې ديوالونه درز شوي هم دي.
د امام صاحب برزنګي سيمې اوسېدونکي بهاءالدين پژواک ته وويل چې دغه ښوونځى په ډېر ټيټ کيفيت جوړ شوى دى.
ده وويل: ((د پرانستل کېدو يې ټول څلور مياشتې نه کيږي، سمنټ يې ټول الوتي دي او رنګ يې هم له منځه تللى دى.))
په ورته وخت کې د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي پژواک ته وويل چې د پوهنې رياست د ښوونځيو په جوړولو کې له دوى سره مشوره نه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن