ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د امنيتي او دفاعي ګډو ځواکونو قوماندانۍ په کار پیل وکړ

په کابل کې د امنيتي او دفاعي ګډو ځواکونو قوماندانۍ په کار پیل وکړ

author avatar
3 Jun 2020 - 16:14
په کابل کې د امنيتي او دفاعي ګډو ځواکونو قوماندانۍ په کار پیل وکړ
author avatar
3 Jun 2020 - 16:14

کابل (پژواک،۱۴ غبرګولی ۹۹): د امنيتي او دفاعي ګډو ځواکونو عمومي قومانداني د امنیت د ټینګښت، د قانون د تنفیذ او له جرمونو سره د مبارزې په موخه جوړه او نن یې خپلې چارې پیل کړې.

د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي يې پژواک ته رارسېدلې راغلي چې دغه قومانداني نن په رسمي ډول په کابل کې پرانیستل شوه او خپلې چارې يې پیل کړې.

سرچينه د دې قوماندانۍ د جوړېدو موخه د کابل ښار د امنیت ټینګښت، د قانون تنفیذ او له جرمونو سره مبارزه يادوي او زياتوي چې د دې قوماندانۍ مشري به د کابل امنیه قوماندان (مل پاسوال امان الله واحدي) پر غاړه وي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قومانداني نن د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي مرستيال سترپاسوال عبدالصبور قانع له خوا پرانیستل شوه.

سرچينه زياتوي، دغه قومانداني له کورنیو چارو، ملي دفاع وزارتونو او ملي امنیت عمومي ریاست څخه درې مرستیالان لري او د کابل ښار د ښه امنیت ساتنې لپاره به په ګډه کار کوي.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستيال سترپاسوال عبدالصبور قانع نن د دې قوماندانۍ د پرانیستې د مراسمو پر مهال د امنیت ساتنې او له جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د یادې قوماندانۍ شتون د اړتیا او پاملرنې وړ وباله او ویې ویل، د ګډو ځواکونو عمومي قوماندانۍ کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو ځواکونه شامل دي او د قانون د تنفیذ او همدارنګه د جنايي او ترهګریزو کړیو پرضد د عملیاتو د پلانولو په برخه کې به په ګډه همغږې دنده ترسره کړي.

د يادونې ده چې دا مهال د دې قوماندانۍ ترڅنګ د کابل پوليسو د۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ او ګارنيزيون قوماندانۍ د کابل ولايت د امنيت ساتنې مسووليت پر غاړه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.