ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان حکومت څلور سیمې د ملي پارک او نویو خوندي شویو سیمو په نوم ونومولې

د افغانستان حکومت څلور سیمې د ملي پارک او نویو خوندي شویو سیمو په نوم ونومولې

author avatar
7 Jun 2020 - 22:11
د افغانستان حکومت څلور سیمې د ملي پارک او نویو خوندي شویو سیمو په نوم ونومولې
author avatar
7 Jun 2020 - 22:11

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان حکومت څلور سیمې د ملي پارک او نویو خوندي شویوسیمو په نوم ونومولې .

له ارګ څخه د غبرګولي په ۱۸مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ، د ملي پارک او خوندي شویو سیمو په توګه د هېواد د څلورو بېلابېلو سیمو د اسنادو د لاسلیکولو په موخه غونډه نن ماسپښین په ارګ کې جوړه شوه.

سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د کابینې غړو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبري پلاوي او یو شمېر والیانو ګډون درلود، په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس شاه زمان میوندي د چاپېریال ساتنې پر ارزښت ټینګار وکړ ویې ویل، په تېرو کلونو کې د چاپيریال ساتنې ملي ادارې د چاپيریال د لازمو سروې ګانو له لارې د تخنیکي مطالعاتو په بشپړولو سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مدیریتي پلانونه او د تعیین شویو سیمو د غوره مدیریت په خاطر ساتندویه کمېټې ترتیب او ایجاد کړې دي. 

د چاپيریال ساتنې ملي ادارې رئیس وویل، دغه اداره همدا راز د ۳۰ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د څلورو پیشنهادي پروژو پر طرحو کار کوي.

وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې د چاپيریال د اخلاقي قواعدو، تاریخي مخینې، سنتي او طبیعي فرهنګ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د ژوند چاپیریال د طبیعي پانګې په توګه لوړ ارزښت څخه برخمن دی او موږ له پخوا څخه د ژوندچاپیریال فرهنګ درلود، دا کومه نوې پدیده نه ده.

هغه زیاته کړه : ((موږ باید د کوڅو او ناحیو د اوسېدونکو ترمنځ د ژوند چاپيریال د ښه کولو سیالۍ ایجاد کړو او ترڅنګ یې باید هڅه وکړو چې خپل کوچنیان په ښوونځي کې د ژوند چاپیریال له فرهنګ سره اشنا کړو، همدا راز خپل کوچنیان د چاپیریال د انیمیشن فلمونو په جوړولو سره د ژوند چاپیریال له فرهنګ سره زیات بلد کړو.))

صالح وویل په تېر کې مو د غرونو، د سیندونو د څنډو او کرنیزو ځمکو ساتنه کوله، خو متاسفانه چې په وروستیو کلونو کې د استوګنې پر ځایونو بدل شوي دي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل، د ژوند چاپیریال په اړه باید د دې خاورې تېر ته وګوري چې زر کاله مخکې د ژوند کولو چاپیریال له اړخه څه ډول وو.

هغه پر دې په ټینګار سره چې د افغانستان د ژوند چاپیریال، اوبو او ارزښتمنو پانګو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي وویل : (( موږ د اوبو د مدیریت په برخه کې کافي تجربه لرو او د ژوند چاپیریال ته پاملرنه زموږ له لومړیتوبونو څخه یوه ده.))

ولسمشر د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رئیس او رهبري پلاوي ته لارښوونه وکړه چې له علماوو، والیانو او ولسوالانو سره همغږي شي، ترڅو په راتلونکو څلورو کلونو کې په هره ولسوالۍ کې د پارکونو په ایجادولو سره غوره د ژوند چاپیریال ولرو.

هغه د ژوند چاپیریال پر ساتنې زیات ټینګار وکړ ویې ویل، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رهبري پلاوی دې د چاپیریال ساتنې په برخه کې لازیات حرکت وکړي.

د یادې غونډې په پای کې، د چاپیریال ساتني ملي ادارې رئیس شاه زما میوندي د ملي پارک او نویو خوندي شویو څلورو سیمو اسناد چې د نورستان ولایت ځنګلونه، د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ ولاړې اوبه، د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ جزیره او د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په کې شاملې دي، د جمهوررئیس غني په حضور کې لاسلیک کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.