ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکو ۲۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا وکړه

چارواکو ۲۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا وکړه

author avatar
22 Jun 2020 - 15:27
چارواکو ۲۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا وکړه
author avatar
22 Jun 2020 - 15:27

جلال اباد،غزنى،پل علم(پژواک، ۲ چنګاښ۹۹): چارواکي وايي چې په ننګرهار، غزني او لوګر ولایتونو کې د عملیاتو او نښتو پر مهال ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولایت ځایي مسوولین وایي چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې د نښتې پرمهال ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او يو سيمه ييز قوماندان يې ژوندی نيولی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۲مه پژواک اژانس ته وويل، لسګونو وسله والو طالبانو د دې ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ باريکاب سيمه کې تېره شپه د ولسي پاڅوون کوونکو پر پوستو ډله ییز برید ترسره کړ.

دی وايي، د پاڅون کوونکو په ځوابی برید کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د نښتې پرمهال د وسله والو يو سرګروپ د امنيتي ځواکونو له لوري ژوندی نيول شوی او ځينې وسلې او مهمات يې هم تر لاسه کړې دي .  

هغه دا هم وويل، چې په دې پېښه کې یو پاڅون کوونکی هم ټپي شوی چې وضعیت یې د ډاډ وړ دی او وايي، اوس په سيمه کې وضعيت هم عادي شوی او اضافي ځواکونه هم سيمې ته رسېدلي دي.

وسله والو طالبانو په دې تړاو کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.  

بټي کوټ چې يو وخت د ننګرهار تر ټولو نا امنه ولسوالۍ وه په دې وروستيو کې د ولسي پاڅون کوونکو او امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې له وسله والو پاکه شوې او امن شوې ده، خو وخت نا وخته بيا هم ځينو لرو پرتو سيمو کې یې دا ډول نښتې رامنځته کېږي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت وایي چې په لوګر کې ۵ وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول او  ۳ یې ټپیان شول چې په ملي امنیتي ځواکونو یې برید وکړ.

د یادوزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اړوند د ملي امنیتي ځواکونو د کوهسار پر پوسته برید وکړ.

سرچینې زیاته کړې، دغه برید د ملي امنیتي ځواکونو له خوا د هوایي ځواک په ملتیا د سخت غبرګون او ماتې سره مخ شو چې په ترڅ کې یې په یاد برید کې  ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت همداراز په غزني ولایت کې هم ۱۲ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.