ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر درې میلیونه ته ورسېد

امریکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر درې میلیونه ته ورسېد

author avatar
7 Jul 2020 - 10:55
امریکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر درې میلیونه ته ورسېد
author avatar
7 Jul 2020 - 10:55

کابل (پژواک،۱۷ چنګاښ ۹۹) : د راپورونو له مخې، په امریکا کې د کرونا ناروغانو شمېره درې میلیونو ته رسېدلې او هندوستان په نړۍ کې درېیم هېواد شو چې زیات کسان پرکرونا اخته دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په  امريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره یوولس میلیونه او ۷۴۰ زره کسانو ته ورسېده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تراوسه شپږ میلیونه او ۷۴۰ زره کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې  تراوسه له کرونا څخه ۵۴۰  زره کسان مړه شوي دي.

یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یوه سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره درې میلیونو ته رسېدلې، چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۳۰ سلنه تشکیلوي، دغه راز امریکا کې ۱۳۳  زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته یو میلیون او۶۲۰ زره کسان پرې اخته، او۶۵ زره کسان مړه شوي دي.

هندوستان کې هم دا وبا په تیزۍ سره خپریږي او د ناروغانو شمېره یې له ۷۰۰ زرو اوښتې او په نړۍ کې درېیم ځپل شوی هېواد شو، هلته ۲۰ زره کسان مړه شوي، دغه راز روسیه په څلورم مقام کې ده، هلته ۶۶۷  زره کسان پرې اخته، خو لس زره  کسان مړه شوي دي.

دغه راز هسپانیه، بریتانیا، ایټالیا، فرانسه، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تراوسه څه دپاسه ۳۳ زره کسان پرې اخته، ۸۸۰ کسان مړه او تر ۲۰ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.