ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فیصل: د طالبانو کوم بندیان چې “حق العبدي” مسایل لري، نه خوشې کیږي

فیصل: د طالبانو کوم بندیان چې “حق العبدي” مسایل لري، نه خوشې کیږي

author avatar
7 Jul 2020 - 10:47
فیصل: د طالبانو کوم بندیان چې “حق العبدي” مسایل لري، نه خوشې کیږي
author avatar
7 Jul 2020 - 10:47

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د طالبانو له خوا د ورسپارل شوي پنځه زره کسیز لېست له ډلې ۶۰۰ طالب بندیان نه خوشي کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل  د چنګاښ په ۱۶، پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد ۶۰۰طالب بندیان "حق العبدي" مسایل لري.

د هغه په وینا، یاد طالب بندیان د غلا، قتل، فساد او قاچاق دوسیې لري.

فیصل زیاته کړه :"د بندیانو ازادلو بهیر روان دی، یوازې یو شمېر بندیان په کې شته چې هغه موږ نه شوو ازادولی، هغوی شخصي حق العبدي مسائل لري،په دې کې ډېری برخه داسې کسان شته چې هغوی د غلا، فساد، قتل او قاچاق دوسیې لري."

د ملي امنیت شورا ویاند وویل چې طالبان به د یادو کسانو پر ځای د خپلو نورو بندیانو لېستونه حکومت ته وسپاري ترڅو ازاد شي.

دغه ۶۰۰ طالب بندیان د طالبانو په هغه ۵۰۰۰کسیز لېست کې شامل دي چې د دوحې تر تړون وروسته یې حکومت ته سپارلی و.

جاوید فیصل وویل چې حکومت تردې مهاله ۴۰۱۹ طالب بندیان ازاد کړي دي.

بلخوا د ولسمشرغني ویاند صدیق صدیقي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې حکومت تر څلورو زرو ډېر طالب بندیان خوشې کړي، خو طالبانو یواځې اووه سوه خوشې کړي چې په کې ملکي وګړي هم شامل دي.

د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په۲۹مه لاسلیک شو له مخې یې باید د افغان حکومت له زندانانو څخه ۵۰۰ طالب بندیان او د طالبانو له خوا هم باید د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندي امنیتي او دفاعي سرتېري ازاد شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.