ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ار اېس اېف: افغان ولسمشر او دهغه مرستیال دې د ټولیزو رسنیو قانون رعایت کړي

ار اېس اېف: افغان ولسمشر او دهغه مرستیال دې د ټولیزو رسنیو قانون رعایت کړي

author avatar
10 Jul 2020 - 10:42
ار اېس اېف: افغان ولسمشر او دهغه مرستیال دې د ټولیزو رسنیو قانون رعایت کړي
author avatar
10 Jul 2020 - 10:42

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۹): د بې‌پولې خبریالانو نړیول سازمان(RSF)  له خبریالانو سره د افغانستان د ملي امنیت ریاست او یو شمېر افغان دولتي چارواکو د چلند په اړه نیوکه کړې ده.

د دغه سازمان له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر غني ته د "کافر" خطاب کولو په تور د ملي امنیت ریاست له خوا د یو افغان خبریال د نیولو پېښې او په زوره ترې اعتراف اخیستلو ته په اشاره ویلي چې دغه خبریال وروسته له هغه افغان ځواکونو نیولی چې نوموړي د خپلې فېسبوکپاڼې د هک کېدو او ترې د بل چا له خوا ولسمشر ته د سپکاوي پوسټونو خپرولو خبر ورکړی و.

په خبرپاڼه  کې دغه راز په خوست ولایت کې د ملي امنیت ریاست ځواکونو له خوا په غیرقانوني توګه د یو سیمه‌ییز خبریال فاروق جان منګل د کور پلټلو ته اشاره شوې او ویل شوي چې دغو ځواکونو د محکمې له حکم پرته د نوموړي کور تلاشي کړی او هغه یې له ځان سره بیولی دی.

ار اېس اېف ویلي: "فاروق جان منګل یې د ملي امنیت ریاست مرکز ته بیولی او له دوو ساعتونو تحقیق وروسته یې ویلي اشتباه شوې ده او له معذرت غوښتلو وروسته هغه بېرته خوشی کوي".

دغه راز یاد سازمان پاکستان ته د مصنوعي تنفس الو د قاچاق په اړه د پژواک خبري اژانس د یو تحقیقي راپور په تړاو د مشورې په پلمه ولسي جرګې ته د دغه اژانس د مشر احضارولو ته هم اشاره کړې ده.

د ایران او افغانستان لپاره د بې‌پولې راپور ورکوونکو سازمان مسوول رضا معیني دغو قضیو ته په غبرګون کې ویلي: "موږ له ولسمشر اشرف غني او د هغه له مرستیال امرالله صالح څخه غواړو چې د ټولیزو رسنیو قانون رعایت کړي".

معیني ټینګار کړی چې رسنۍ باید د اطلاع رسونې او له فساد سره د مبارزې په برخه کې له کوم خنډ پرته کار کولو ته پرېښودل شي.

ار اېس اېف ویلي چې د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون پر اساس، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو او خبریالانو سرغړونو ته د رسېدنې صلاحیت لري.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان ملي شورا، د ولسمشر مرستیال او ملي امنیت ریاست حق نه لري چې خبریالان او د رسنیو مسوولین احضار کړي، ویې‌نیسي او یا یې و‌ګواښي.

افغان چارواکو تر اوسه د بې‌‌پولې راپور ورکوونکو سازمان دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د بې‌پولې راپور ورکوونکو سازمان د ۲۰۲۰ کال راپور کې ویل شوي چې افغانستان د مطبوعاتو او رسنیو ازادۍ له پلوه پر شا تګ کړی او اوس له دغه اړخه د نړۍ هېوادونو په کچه ۱۲۲ ځای کې راغلی دی.

دغه سازمان د طالبانو او داعش تحمیل شوې جګړه، د جنګسالارانو او مفسدو دولتي چارواکو له خوا د خبریالانو ځورول په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې د دایمي ګواښونو په توګه یاد کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.