ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د مناګي برېښنا بند جوړولو چارې یو ځل بیا پیل شوې

د کونړ د مناګي برېښنا بند جوړولو چارې یو ځل بیا پیل شوې

author avatar
12 Jul 2020 - 16:18
د کونړ د مناګي برېښنا بند جوړولو چارې یو ځل بیا پیل شوې
author avatar
12 Jul 2020 - 16:18

اسعد اباد (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۹) : د کونړ ولایت د مناګي برېښنا بند د جوړولو ځنډېدلې چارې یو ځل بیا پیل شوې او تمه کیږي چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د پیچ درې پر سیند د مناګي برېښنا کوټ چې د دوه اعشاريه يو ميګاواټ برېښنا د توليد ظرفيت لري، په ۱۳۹۲ کال کې يې د جوړېدو چارې د برېښنا وزارت د ۹،۸ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت پيل شوې وې او ټاکل شوې وه د څلورو کلونو په موده کې بشپړې شي.

خود ځینو تخنیکي ستونزو له امله یې چارې له تېرو څلو کلونو راهیسې د ځنډ ښکارشوې وې.

د کونړ مخکني والي عبدالستار میرزکوال د چنګاښ په ۲۲مه، په خپله فیسبوک پاڼه کې ليکلى چې د افغانستان برېښنا شرکت په همکارۍ د کورنیو او بهرنيو انجنیرانو له خوا د مناګي برېښنا بند ځڼډېدلې چارې بیا پیل شوې دي.

هغه زیاته کړې چې د تخنیکي ستونزو له ارزونې وروسته به ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

میرزکوال ویلي، چې د یاد برېښنابند چارې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې پیل شوې وې چې د بېلابېلو ستونزو له امله د خنډ او ځنډ سره مخ وې.

د نوموړي په وینا، په دې وروستیو کې په مرکز کې یې په دې اړه هڅې پیل کړې وې او ویې کول شول چې یو شمېر بهرني انجنیران ددې بند د وروستیو کارونو د اروزنې په موخه هېواد ته راوستل شي.

هغه وایي، تمه وه چې یاده پروژه د تېرکال د زمري په ۲۸ مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، خو په وروستیو کې د ماشین د پاور نه پوره کېدو او هم د کرونا وبا له امله د رامنځته شویو محدودیتونو په اساس د بند چارې ټکنۍ شوې وې چې نن یې یو ځل بیا د بشپړولو په پار عملي ګامونه پورته شول.

د کونړ مخکنی والي وایي، د مناګي برېښنا بند پروژې بشپړول یې ستره ارزو ده او هڅه یې داده چې د یادې پروژې په بشپړولو سره په دې ولایت کې خپل ماموریت پای ته ورسوي.

ده زیاته کړې چې له مرکز څخه راغلي پلاوي هم هیله مندي وښوده چې نږدې ورځو کې به تخنیکي ستونزه هواره او پروژه به ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د یادونې ده چې عبدالستار میرزکوال د سیمه ییز ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز د ولسمشر له خوا د کندوز د والي په توګه ټاکل شوی دی.

هغه نن په اسعد اباد کې د خپلې دندې په وروستۍ ورځ د مخه ښې په مراسمو کې وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د امنیت ټینګښت، د داعش مهار، امنیتي ساحو پراختیا او بشري مرستو انسجام او راجلبولو ترڅنګ یې په کاري موده کې د درې نیم میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶۴ لویې او تر شپږ سوه وړې پروژې پلې کړې دي.

د يادولو ده، په دغه ولايت کې چې د دوو لويو سيندونو درلودونکی دی، لسيزې وړاندې د لومړي ولسمشر سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال په مرکز اسعد اباد کې هم يو برېښنا کوټ د ۷۰۰ کيلوواټه برېښنا د توليد په ظرفيت جوړ شوی و، خو اوس د هغه د توليد کچه هم تر درېيو سوو کيلوواټه راټيټه شوې ده.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.