Pajhwok Afghan News

په کندوز کې ٢١ امنيتي سرتېري وژل شوي

تعقيي-کندوز ښار (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٩): د کندوز دولتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په امام صاحب او چهادرې ولسواليو کې د طالبانو د بريدونو له امله ٢١ امنيتي سرتېري او دوه ملکي وګړي وژل شوي او لس نور کسان ټپيان شوي دي.

په کندوز کې يوې حکومتي سرچينې د چنګاښ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په روضې سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريدکې شپږ د ملي اردو سرتېري او شپږ پوليس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

دغه سرچينه زياتوي چې په ياده جګړه کې څلور وسله وال طالبان هم وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

همدارنګه د کندوز د ولايتي شورا غړي خليل الله قاري زاده پژواک ته وويل چې د امام صاحب ولسوالۍ د تېرې شپې په جګړه کې له لسو ډېرو حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه: ((په دې وروستيو کې دلته امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى حکومت بايد چاڼيز عمليات پيل کړي.))

خو د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي پژواک ته وويل چې د امام صاحب ولسوالۍ په ياده جګړه کې شپږ د ملي اردو سرتېري، شپږ پوليس، دوه سيمه ييز پوليس، يو پاڅون وال او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

ده وويل چې د همدې جګړې له امله د دوه ملکي وګړو په ګډون لس تنه ټپيان شوي هم دي.

په ورته وخت کې د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې د امام صاحب ولسوالۍ د تېرې شپې په جګړه کې اته امنيتي سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

دغه راز مرادي دا هم وويل چې تېره شپه طالبانو په چهادرې ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

ده وويل چې په دغه بريد کې درې د ملي اردو سرتېري، درې سيمه ييز پوليس او درې طالبان وژل شوي او څلور نور طالبان ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله وال طالبان هم ياده جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ د بخمل سيمې پر پوستې بريد کړى دى.

هغه زياتوي چې په دغه بريد کې نهه حکومتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

Views: 0

Exit mobile version