Pajhwok Afghan News

د لوګر ولایت مقام ته نږدې د موټر بم چاودنه شوې

پل علم (پژواک، ۹ زمری ۹۹) : د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې د ولایت مقام ته نږدې د موټر په وسیله چاودنه شوې ده.

د والي ویاند دیدار لونګ د زمري په ۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا چاودنه نن تر ماښام وروسته دولایت مرکز اړنده د ولایت مقام ته نږدې ازادۍ چوک سره شوې ده.

هغه زیاته کړه چې چاودنه ډیره زوروره وه، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لونګ وایي چې مړي او ټپیان د ولایت مرکزي روغتون ته لیږدول شوی دي.

په دې اړه به  نور جزییات وروسته خپاره شي.

Views: 5

Exit mobile version