کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٩): د افغانستان کرکټ بورډ له خوا له يوه خصوصي شرکت سره د ننګرهار ولايت د بهسودو کرکټ لوبغالي د رغونې قرارداد لاسليک شو.
پر دغه قرارداد د ادارې د سرپرست اجرائیه رییس نظیم جار عبدالرحیمزي او د بېلډټېک انجنیرۍ او رغونې شرکت استازي خلیل ساپي ترمنځ د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس فرهان یوسفزي په شتون کې لاسليک کړ.
عبدالرحیمزي وویل، د افغانستان کرکټ بورډ په هڅو له کابینې څخه د ځمکې د لېږد چارې بشپړې شوي او د کار پيل يې ممکن شول.
نوموړي زياته کړه د دغه لوبغالي د لومړي پړاو قرارداد د ازادې او رڼې تدارکاتي لړۍ په پایله کې بشپړ شو او دا دی له بېلډټېک رغنیز او انجنیرۍ شرکت سره په رسمي ډول لاسلیک شو.
عبدالرحیمزى وايي، د دغه لوبغالي په لومړي پړاو کې د لوبغالي د ډکون چارې شاملې دي چې اړوند شرکت به یې د نقشې ایستلو چارو له پای ته رسولو وروسته د درې میاشتو په موده کې بشپړ کړي.
د هغه په وينا، دویم پړاو چارې به یې هم ډېر ژر د تدارکاتي لړۍ له بشپړېدو وروسته پیل شي چې په کې د دېوال او لوبغالي د چمن او نورې اړوند کارونه شامل وي او دریم پړاو کې به یې هم تخنیکي کارونه بشپړ او بیا به د ګټې اخیستو لپاره وړاندې شي.
د بېلډټېک انجنیرۍ او رغونې شرکت استازي خلیل ساپي ژمنه وکړه چې له قرارداد سره سم به خپل کارونه ترسره کړي.
هغه وايي، دوی ته کیفیت تر هرڅه ډېر لومړیتوب لري او د یاد لوبغالي ټول اړوند چارې به په غوره کیفیت او خپل وخت ترسره کړي چې دا دی نن یې بېلډټېک شرکت ته د ډکون قرارداد ورکول کېږي او عملي کار به پرې پیل شي.
د يادونې ده، د لومړي ځل لپاره د بهسودو کرکټ لوبغالي د جوړولو چارې چې دوه ميليونه ډالره لګښت پرې راته، په ١٣٩٦ لمريز کال کې پيل شوې وې، خو تر اوسه یې هېڅ کار نه دى شوى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن