ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شکيبا صافۍ د بلقیس روشن پر وړاندې د خپلې کړنې له امله بښنه غوښتې

شکيبا صافۍ د بلقیس روشن پر وړاندې د خپلې کړنې له امله بښنه غوښتې

author avatar
8 Aug 2020 - 16:52
شکيبا صافۍ د بلقیس روشن پر وړاندې د خپلې کړنې له امله بښنه غوښتې
author avatar
8 Aug 2020 - 16:52

کابل (پژواک، ۱۸ زمرى ٩٩): شکیبا صافۍ ؛ هغه نجلۍ چې تېره ورځ یې د سولې مشورتي جرګه کې بلقیس روشن کش او پر ځمکه يې راڅملوله، د سولې په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکې ده او نن یې د خپلې کړنې له امله بښنه غوښتې. 

تېره ورځ مشورتي لویې جرګې کې د ولسمشر محمد اشرف غني د وينا پرمهال، په ولسي جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن د طالب بندیانو له خوشي کېدو سره مخالفت وکړ.

هغې پر يوې سپېنې ټوټې ليکلي و: "وحشي طالبانو ته باج ورکول، ملي خيانت دى."

ولسمشر غني، بلقیس روشن ته وویل چې دی باج ورکوونکی نه دی او د بندیانو د خوشي کولو او یا نه خوشي کولو په اړه به جرګه پرېکړه کوي، خو روشن بیا هم خپل اعتراض ته دوام ورکړ او په پایله کې د شکیبا په نوم یوې نجلۍ، لومړی روشن ټېله او بیا یې پر ځمکه راوغورځوله.  

د مشورتي لویې جرګې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن خبریالانو ته وویل، هغه نجلۍ چې تېره ورځ یې بلقیس روشن پر ځمکه راڅملوله ، د یادې جرګې رضاکاره اسانتیاوې رامنځته کوونکې ده.

عبدالله وایي، چې دغه نجلۍ نن ولسي جرګې ته تللې وه او د تېرې ورځې د خپلې کړنې له امله یې له بلقیس روشن نه بښنه غوښتې ده.

د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه نجلۍ شکیبا نوميږي او د دغې جرګې د جوړولو له لنډ مهالو کارکوونکو څخه ده.

شهباز د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا شکېبا د سولې په چارو کې ددولت وزارت کارکوونکې ده؟ وويل:"همداسې ويل کېږي، خو تراوسه دقيقه نه ده؛ خو دومره ويلی شم چې دغه نجلۍ د څلورو ورځو لپاره د سولې د مشورتي جرګې لپاره استخدام شوې وه."

خو ځینې سرچینې وایي چې شکیبا صافۍ د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې د څلورم بست کارکوونکې ده.

پژواک هڅه وکړه چې له شکیبا سره پر ټيلېفون خبرې وکړي، خو هغې د پژواک اړیکه ځواب نه کړه او بیا يې خپل ټيلېفون بند کړ.

شهباز هم وویل چې شکیبا صافۍ نن په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاالحق امرخېل دغې جرګې ته وروستولې وه او د خپلې کړنې په تړاو یې بښنه وغوښته.

ده د شکېبا د تېرې ورځې کړنه ناسم او له ډېموکراسۍ سره په ټکر کې عمل وباله، ویې ویل چې د ولسي جرګې اداري پلاوی به له بلقیس روشن سره تر خبرو وروسته د شکیبا د کړنې په اړه پرېکړه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.