ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځو کمپنیو د شپږیزې کرکټ لیګ د ملکیت امتیاز ترلاسه کړ

پنځو کمپنیو د شپږیزې کرکټ لیګ د ملکیت امتیاز ترلاسه کړ

author avatar
12 Aug 2020 - 14:42
پنځو کمپنیو د شپږیزې کرکټ لیګ د ملکیت امتیاز ترلاسه کړ
author avatar
12 Aug 2020 - 14:42

کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٩): د افغانستان کرکټ بورډ او پنځو کمپنيو ترمنځ د شپږيزې ليګ لوبډلو د امتياز اخيستلو تړونونه لاسليک شول.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د زمري په ٢٢مه پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو لپاره پنځو کمپنیو د پنځو لوبډلو ملکیت امتیاز ترلاسه کړ.

سرچينې زياته کړې، له دې ډلې یې د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې (ACTU) د سپین غر پړانګان لوبډلې، ایوبي سپورټس کمپلکس  (ASC)د کابل بازان لوبډلې، نوید احمدزي د اسعارو تبادلې شرکت  (NAME) د امو نهنګان لوبډلې، د ډیلي فرېش کمپنۍ د بند امیر لوبډلې او حضرت سوداګریز شرکت  (HCL) د مس عینک لوبډلې د ملکیت امتیازونه ترلاسه کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کرکټ بورډ د سرپرست اجرائیه مشر نظیم جار عبدالرحیمزي د شپږیزې کرکټ لیګ د پنځو لوبډلو د ملکيت د امتياز لرونکو ترمنځ چې د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې په استازیتوب شمس الحق شمس، د ایوبي سپورټس کمپلکس په استازیتوب عبداللطیف ایوبي، حاجي زلمي ځدراڼ د حضرت سوداګریز شرکت، وحید افغان د ډېلي فرېش کمپنۍ او نوید احمدزي د اسعارو تبادلې په استازیتوب ګډون کړی وو؛ قراردادونه لاسلیک کړل.

عبدالرحیمزي وویل، شپږیزه کرکټ لیګ د کورني کرکټ په ډګر کې تر ټولو ستر لیګ دی چې له همدې لارې افغانستان کرکټ بورډ ډېر پیاوړي او پټ استعدادونه موندلي دي او هیله لري چې په راتلونکي کې به هم ترې ډېر ځوان لوبغاړي ترلاسه کړي.

ده زیاته کړه: ((د ټولو کمپنیو له مالکینو د زړه له تله مننه کوم چې راغلل او د لوبډلو د ملکیت امتیاز په ترلاسه کولو کې یې پانګونه وکړه. ډاډمن یم چې دوی به زموږ له هر ډول همکارۍ او مرستې برخمن وي او دوی ټولو ته به ممکنه اسانتیاوې برابرو.))

د هغه په وينا، دا چې سږ کال د کرونا له امله بازار ډېر زیانمن شوی او د کمپنیو د مالکینو بیا- بیا غوښتنه وه نو افغانستان کرکټ بورډ ښه وبلله چې د لوبډلو مالکینو ته یوازې سږ کال د لوبډلو فیسونه وبښي، څو دغه کار د دوی لپاره د کرکټ بورډ له لوري یو ډول ډالۍ و اوسي او لا ډېر وهڅول شي.

د یادو لوبډلو د ملکیت امتياز لرونکو په استازولۍ شمس الرحمن شمس او حاجي زلمي ځدراڼ خبرې وکړې او ويې ويل چې کرکټ په افغانستان کې هغه لوبه ده چې د هېوادوالو پر مخونو یې مسکا راوستې ده او دوی به همدارنګه د کرکټ په برخه کې تل خپلې مرستې روانې وساتي او په نورو لا ډېرو شته فرصتونو کې به هم پانګونه وکړي.

دوی همدارنګه پر نورو ملي سوداګرو او پانګوالو هم غږ وکړ چې د کرکټ په پرمختګ او ودې لپاره خپلې مرستې ونه سپموي او د افغانستان کرکټ بورډ د بېلابېلو شته فرصتونو څخه دې اعظمي او غوره ګټه پورته کړي.

د یادونې ده، د شپږیزې کرکټ لیګ د شپږو لوبډلو له منځه د پنځو لوبډلو د ملکیت امتیاز قرارداد لاسلیک شو چې له ډلې یې یوازې د بوسټ زون لوبډلې امتیاز تر اوسه کومې کمپنۍ یا شرکت نه دی ترلاسه کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.