ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې مسوولین: د هرات ۳۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

د پوهنې مسوولین: د هرات ۳۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
13 Aug 2020 - 15:00
د پوهنې مسوولین: د هرات ۳۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
13 Aug 2020 - 15:00

هرات ښار (پژواک، ۲۳ زمرى ۹۹): د هرات د پوهنې مسوولین وایي چې لا هم په دغه ولایت کې ۳۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر خېمو لاندې درس وایي.

د هرات د پوهنې رییس ذکریا رحماني نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې له دوو کلونو راهیسې د حکومت د (اقراء) پرګرام له لارې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۵۰ ښوونځیو د ودانیو د رغولو چارې روانې دي.

د نوموړي په خبره، په روان کال کې هم له دغې لارې د یاد ولایت په ښار او ولسوالیو کې د ۶۰ ښوونځیو ودانۍ جوړې شوې دي.

هغه ټینګار وکړ چې په هرات کې د ۲۵۰ ښونځیو له جوړېدو سربېره، بیاهم د دغه ولایت ۳۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

هغه هیله څرګنده کړه چې په دغه ولایت کې په راتلونکو کلونو کې د ښوونځیو د تعمیرونو د کمښت ستونزه حل شي.

د هرات د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۱۲۵۶ ښوونځي موجود دي چې له دې ډلې ۲۵۶ هغه په خصوصي ډول فعالیت کوي.

د پوهنې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هرات ولایت کې یو ميلیون نجونې او هلکان په ښوونه او روزنه بوخت دي.

په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد تاییدوي چې د دغه ولایت د پوهنې امکانات د دغه شمېر مینه والو لپاره بسنه نه کوي.

هغه زیاته کړه:«د مینه والو ډېروالی او د پوهنې د امکاناتو کموالی په هېڅ صورت سره برابر نه دي او موږ هیله لرو په راتلونکو کلونو کې دغه ستونزه حل شي.»

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د هلکانو د ښوونځي یوه زده کوونکي علي احمد پژواک ته وویل:«زموږ ښوونځی تعمیر نه لري شاګردان په ټولګیو کې تر خېمو لاندې درس وایي او موږ ته ښوونکي وایي چې ښوونځی جوړوي.»

په همدې حال کې د هرات یوشمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په ښوونځيو کې د تدریس پر ټيټ کیفیت نیوکه کوي او وایي چې لا هم په ښوونځیو کې درسونه په معیاري ډول پرمخ نه وړل کېږي.

هغوی له حکومته غواړي څو په ښوونځیو کې د درسونو پر کفیت ډېر تمرکز وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.