کابل (پژواک، ۲۳ زمري ۹۹): د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وایي چې د تړلو دروازو تر شا مذاکرات د افغانستان د خلکو لپاره مشروعیت نه لري او د منلو نه دي او د سولې خبرې باید د رسنیو پروړاندې ترسره شي.
د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نى) په خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې دغه اداره د هغه وضعیت په اړه چې ویل کېږي د سولې د مذاکراتو په اړه د طالبانو له غوښتنې وروسته دغه خبرې د تړلو دروازو ترشا ترسره کېږي، اندېښمنه ده.
د نى د دفتر په باور، د تړلو دروازو ترشا مذاکرات د افغانانو غوښتنه نه ده او د دغه هېواد د خلکو لپاره د منلو نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې په مشورتي لویه جرګه کې ګډونوالو په یوه غږ وغوښتل څو د ټولو هغه څه په اړه چې په مذاکراتو کې د افغانانو تر منځ ترسره کېږي، باید خبر شي.
د نۍ د خبرپاڼې په یوه برخه کې د طالبانو غوښتنه د افغانستان د خلکو او په دغه هېواد کې د نافذو قوانینو خلاف بلل شوې، او له نړیوالو بنسټونو لکه نړیوال سازمان، اروپایي ټولنې او همداراز د امریکا له متحدو ایالتونو څخه غوښتل شوې څو پر قطر هېواد فشار راوړي چې د افغان خبریالانو لپاره د وېزو د صادرولو زمینه برابره کړي.
نی اداره په دې باور ده چې د هر ملي اقدام مشروعیت د خلکو له رضایت څخه رامنځته کېږي، د نى په باور د پردې ترشا مذاکرات د افغانستان د خلکو لپاره مشروعیت نه لري او د منلو وړ نه دي.
نی په داسې حال کې د ملي او نړیوالو رسنیو په حضور کې د بین الافغاني خبرو پر پیل ټینګار کوي چې ځینو سرچینو پژواک خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې د چهارشنبې یا روانې پنجشنبې په ورځ د بین الافغاني خبرو لپاره د افغانستان مذاکره کوونکی ټېم او یوشمېر ژونالېستان قطر ته روان شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې چې د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه په قطر کې د خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شوه، د افغانستان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبانو د حکومت ۱۰۰۰ بندیان ازادول.
خو د بندیانو د خوشي کولو بهیر په هغه ډول چې په هوکړه لیک کې یې یادونه شوې وه، تطبیق نه شو او څو مياشتې وخت يې ونيوه.
د دغه بهیر په دوام کې، افغان حکومت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان ازاد کړل او همداراز طالبانو هم اعلان وکړ چې د حکومت ۱۰۰۰ بندیان یې خوشي کړي دي.
ولسمشر اشرف غني د لوی اختر پر لومړۍ ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو خوشي کول چې په درنو جرمونو تورن دي او د افغان چارواکو په وینا، پر هغوی «حق العبدي» ادعاوې موجودې دي، د نوموړي صلاحیت نه دی او د هغوی په اړه باید مشورتي لویه جرګه پرېکړه وکړي.
د افغانستان حکومت د زمري په ۱۷مه لویه جرګه چې درې ورځې یې دوام وکړ، جوړه او په هغې کې له ټول هېواد څخه شاوخوا ۳۲۰۰ کسانو ګډون درلود، د ۴۰۰ طالب بندیانو په خوشي کولو یې هوکړه وکړه او اشرف غني هم وویل چې د مشورتي لویې جرګې په مشوره به د دغو زندانیانو د خوشي کولو فرمان صادروي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن