ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۷۵ کسان پر کرونا اخته او ۶ مړه شوي

14 Aug 2020 - 16:46
14 Aug 2020 - 16:46

کابل (پژواک، ۲۴زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۷۵ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۵۰۶ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د زمري په ۲۴ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۴۰۸ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۷۵ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۵۰۶ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۳۶ په هرات، ۵ په دايکنډي، ۴ په کابل، ۳ په بلخ، ۱ په پکتیا، څلور په بامیان، ۲ په ننګرهار، ۵ په بادغیس، ۲ په لوګر،۱۲ په غزنی، ۱ په کنر، ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۳۱ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۲۷۱۶۶ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۶ کسان د کرونا له امله مړ شوى چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ۱۳۶۹ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

Hits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.