ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موندنه: د لغمان ولايت مقام ته څېرمه د ورزشي کمپلېکس لسګونه جريبه ځمکه غصب شوې

موندنه: د لغمان ولايت مقام ته څېرمه د ورزشي کمپلېکس لسګونه جريبه ځمکه غصب شوې

author avatar
17 Aug 2020 - 11:04
موندنه: د لغمان ولايت مقام ته څېرمه د ورزشي کمپلېکس لسګونه جريبه ځمکه غصب شوې
author avatar
17 Aug 2020 - 11:04

مهترلام (پژواک ۲۷ زمرى ۹۹): د پژواک خبري اژانس د موندنو له مخې، د لغمان ولايت مقام په شاوخوا ۴۰۰مترۍ کې د ورزشي کمپلېکس ۷۲ جريبه ځمکه غصب شوې او خلکو پرې شخصي کورونه جوړ کړي دي.

دغه راز پژواک هغه اسناد هم تر لاسه کړي چې بدني روزنې امريت څو ځله له ولايتي ادارې په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې، خو تر اوسه يې هېڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی.

د دغې ځمکې د غصب لامل په چارو کې د بدني روزنې امريت ناغېړي ده چې د ابادۍ چارې يې نه دي پيل کړي او غاصبينو ته زمينه برابره شوې چې په تشه ډاګه کې خپلو ځانونو ته سرپناه برابره کړي.

څومره ځمکه، چا او ولې غصب کړې؟

پژواک ته په لاس ورغلي يوه سند کې چې د لغمان د بدني روزنې امريت له خوا ولايت مقام ته استول شوی راغلي چې دغه ځمکه د لغمان ولايت مقام په ۴۰۰مترۍ کې موقعيت لري، ټولټال ۱۷۲جريبه ده چې په سل جريبه کې يې يو څه ابادي شوې او ۷۲ جريبه غصب شوې ده.

پژواک هغه لېست هم ترلاسه کړى چې په کې د ١٣ غاصبينو نومونه او د هغوى له خوا د غصب شوې ځمکې اندازه او دندې ليکل شوي چې ډېرى يې د سيمه ييزو پوليسو سرتېري او يا قوماندانان دي.

په دغو کسانو کې د حضرت الدين په نامه يو پوليس درې جريبه، د جعفر په نامه يوه کس درې جريبه او د حاجي اقبال په نامه بل کس ١٢ جريبه ځمکه غصب کړې ده.

د لغمان د بدني روزنې امريت مشر بادام ګل ملتزم وايي، ۱۰۰ جريبه ځمکه باندې يو څه اندازه ابادي شوې وه او پاتې ۷۲ يې بې ابادۍ پاتې وه چې خلکو غصب کړه.

هغه پژواک ته وويل چې ولايت مقام او نورو مسوولينو سره يې څوځلې دا موضوع شريکه کړې، خو تر اوسه کوم اقدام نه دى شوى.

د لغمان مرکز مهترلام ښاروالۍ مسوولين وايي، ځمکه يې پر خپل وخت د ورزشي امريت مسوولينو ته سپارلې او دا چې هغوی بې غوري کړې، نو ځکه ځمکه ترې غصب شوې ده.

د مهترلام ښاروال انجنير نظيف الله الکوزي پژواک ته وويل، که د ورزشي امريت مسوولينو بې غوري نه وای کړې، پر وخت يې ابادي کړې وای او يا يې هم د ځمکې د غصب پر مهال غږ پورته کړی وای؛ نو ځمکه به نه وه غصب شوې.

د غاصبينو نيولو کې څه اقدام شوی؟

د لغمان د بدني روزنې امريت په ځلونو د دغه ولايت مقام ته په مکتوبي شکل عارض شوی چې د دوی اړوند غصب شوې ځمکه دې له غاصبينو راوګرځوي، خو په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دى شوی.

د ورزشي امريت په ۱۵۳مه ګڼه مکتوب کې چې د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۲۵مه يې ولايت مقام ته استولی راغلي:”په ۱۳۹۷/۱۱/۱۷نېټه ۶۶۰مه ګڼه، په ۱۳۹۷/۲/۱۵ نېټه ۱۰۴مه ګڼه، په ۱۳۹۶/۱۱/۱۴نېټه ۸۹۱مه ګڼه، په ۱۳۹۶/۴/۲۸ نېټه ۵۴۴مه ګڼه مکتوبونو په تعقيب مکتوب درلېږل کېږي.”

په مکتوب کې غوښتنه شوې چې د ولايت مقام په ۴۰۰مترۍ کې د ورزشي امريت نږدې نيمايي ځمکه غصب شوې او ولايت مقام دې د بېرته راګرځولو برخه کې اړوندو ادارو ته د همکارۍ امر وکړي.

ورته يو بل مکتوب د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په لومړۍ نېټه هم لېږل شوی؛ خو د بدني روزنې امريت وايي، تر اوسه په دې برخه کې هېڅ ګام نه دی اخيستل شوی.

د لغمان د بدني روزنې امر بادام ګل ملتزم هم پژواک سره خبرو کې وويل، ستونزه يې پر وخت هم په مکتوبي او هم په شفاهي بڼه له چارواکو سره شريکه کړې خو کومه پايله يې نه ده ورکړې.

د ولايتي ادارې پڅ اقدام او نيوکې

نيوکې دا دي چې د لغمان ولايتي اداره د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو برخه کې هېڅ پلان نه لري او يا هم د زورواکو له وېرې په دغه برخه غرض نه کوي.

د لغمان د ولايتي شورا منشي محمد ظاهر حسين خېل د بدني روزنې امريت ته هم د پړې ګوته نيسي چې پر وخت يې اړوندې ادارې نه دي خبرې کړي؛ خو ولايتي اداره باندې هم نيوکه کوي چې د ځمکو د غصب په برخه کې هېڅ اقدام نه کوي.

مدني فعال خالد ګړندی هم ورته څرګندونې لري او وايي، دلته غصب دومره زيات شوی چې د ولايت مقام شاوخوا ډېرې ساحې غاصيبنو لاندې کړې دي.

که څه هم پژواک هڅه وکړه چې دغه ولايت کې د ځمکو د غصب د مخنيوي کمېسيون د مشر او د ولايت د مرستيال شهزاده مظلوميار نظر هم له ځانه سره ولري، خو تر ډېرو هڅو وروسته هم په دغه چاره بريالى نه شو.

په ورته وخت کې بيا د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک ته وويل، نوی والي رحمت الله يارمل د غصب شويو دولتي ځمکو په بېرته راګرځولو کې جدي دی او د بېرته راګرځولو لپاره يې يو پلان جوړ کړی دی.

نوموړي دا هم وويل چې تېر کې هم سلګونه جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو راګرځول شوې او غاصبين عدليي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي او تازه هم په دغه برخه کې جدي اقدامات شوي دي.

نوموړي د ورزشي امريت د ځمکې په تړاو وويل: ” موږ ته د ولايت مقام په ۴۰۰مترۍ او اخري حد کې ځمکه يو شان ده، دا مو مسووليت دی چې راګرځوو به يې او په دې برخه کې به هم جدي اقدام وشي.”

د غاصبينو غوښتنې

د بدني روزنې امريت ځمکه د مهترلام ښار اړوند په نواباد سيمه کې موقعيت لري، ياده سيمه چې د ښاروالۍ له لوري وېشل شوې د ورزشي امريت اړوند برخه کې هم خپلسري کورونه جوړ شوي دي.

د دغې سيمې د شورا مشر سبزمحمد پژواک ته وويل، د ورزشي امريت ځمکه باندې هغو خلکو کورونه جوړ کړي چې د اردو او سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې دنده لري او د امنيتي ستونزو له امله خپلو سيمو ته چې ولسواليو کې دي نه شي تللی.

نوموړي د بدني روزنې امريت په ځمکه کې د خپلسرو کورونو جوړونکو په استازولۍ وويل، که يادو خلکو ته په بل ځای کې د سرپناه لپاره ځمکه ورکړل شي، نو له کوم غبرګون پرته به دغه ځای خالي کړي.

د قانون له مخې د غاصب سزا

د ځمکو د تنظیم چارو قانون په ۹۶ یمې مادې دویمې، درېیمې او څلورمې فقرې کې راغلي، په هغه صورت کې چې د غصب شوې ځمکې ارزښت له ۳۰۰ زرو تر یو میليون افغانيو پورې وي، غاصب په متوسط حبس تر دوه کلونو پورې، په هغه صورت کې چې د غصب شوې ځمکې ارزښت له یو میلیون څخه تر پنځه میليونه افغانیو پورې وي، په متوسط حبس تر درېیو کلونو زیات او په هغه صورت کې چې د غصب شوې ځمکې ارزښت تر پنځه میليونه زیات وي تر لسو کلونو پورې غاصب ته طویل حبس ورکول کېږي.

د معلوماتو له مخې، ياده سيمه کې هره څلور بېسوې نومره کور تر ۵۰۰زره افغانيو قيمت لري چې هر جريب لږ تر لږه دوه نيم ميليونه افغانۍ ارزښت پيدا کولی شي او غاصبين يې له متوسط نيولي تر اوږدمهاله بند پورې بندي کېداى شي؛ ځکه تر لسو جريبو هم يوه کس غصب کړې ده.

د ځمکې د غصب له امله رامنځته شوې ستونزه

د لغمان د بدني روزنې امريت د معلوماتو له مخې، په پلان کې وه چې په دغه ځای کې په نړيوال معيار برابر يو ورزشي کمپلېکس جوړ شي خو د بوديجې د نشتوالي له امله دا کار يو څه وځنډېده او اوس يې ځمکه هم غصب شوې ده.

د بدني روزنې امر ملتزم وايي، که اوس د افغانستان د بدني روزنې لوی رياست د دغه کمپلېکس جوړېدو ته بوديجه هم پيدا کړي، نو د جوړېدو چاره يې ځکه ستونزمنه ده چې ځمکه غصب شوې ده.

له هغه سره وېره ده چې که د پاتې سل جريبه ځمکې پر سر ابادي ونه شي او چارديوالي ترې تاو نه شي ښايي، ډېره نوره ځمکه هم غصب شي.

په لغمان کې يو شمېر ورزشکاران هم وايي چې د معياري لوبغالو د نه موجوديت له امله نه توانېږي چې معياري روزنه وويني او ملي او نړيوالو سياليو کې برخه واخلي.

 د لغمان د ورزشکارانو ټولنې مشر احمد شاه صديقي وايي، همدا ورزش دی چې له نشې څخه د ځوانانو مخنيوي کوي، خو که دې برخې ته همداسې پاملرنه نه کېږي او شته امکانات يې هم له منځه وړل کېږي نو په دغه ولايت کې به ځوانان له ډېرو ناوړه پايلو سره مخ شي.

د سمسور ميهن په نوم يو ورزشکار وايي، ډېر کله ملي او نړيوالو سياليو څخه ځکه پاتې کېږي چې دوی معياري روزنه نه وي ليدلي او د معياري روزنې لپاره معياري لوبغالي نه دي موجود.

د بدني روزنې کارپوهان په دې نظر دي چې د هر ډول ورزش لپاره باید ځانګړي امکانات او مناسب ځایونه په پام کې ونیول شي، ځکه په ارام چاپیریال کې لوبغاړي ښه لوبه زده کولی او ترسره کولی شي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Visits: 51

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.