ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اردوغان  ولسمشرغني ته د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې مبارکي ویلې

اردوغان ولسمشرغني ته د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې مبارکي ویلې

author avatar
18 Aug 2020 - 09:50
اردوغان  ولسمشرغني ته د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې مبارکي ویلې
author avatar
18 Aug 2020 - 09:50

کابل (پژواک،٢٨زمرى ٩٩): د ترکیې جمهوررئیس، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې مبارکي ویلې ده .

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان د لیکلي پیغام له لارې د افغانستان  ولسمشر محمداشرف غني  ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې مبارکي ویلې ده .

سرچينه وايي چې د ترکیې جمهوررئیس په دغه پیغام کې لیکلي : ((د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت د خپل ملت او ځان په استازیتوب افغان دولت او ورور ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایي.

په پیغام کې راغلي  :((په پام کې ده چې په دوستانه اړیکو او فرهنګي ورورولۍ ولاړه د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دېپلوماټیکې ورورلۍ اړیکو سلمه کالیزه، راتلونکی کال ونمانځو او پوره باور لرم چې دا اړیکې به په راتلونکي کې لا پراختیا ومومي.))  

اردوغان زياته کړې چې ترکیه به د سولې د تامین لپاره له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته چې د تلپاتې سولې، امنیت او هوساینې لپاره د کوښښونو له پلوه له یوې حساسې دورې څخه د تېرېدو په حال کې دى، خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.

همداراز د ترکیې جمهوررئیس د پیغام په پای کې ولسمشر غني ته د روغتیا او بریالیتوب او د افغانستان دوست او ورور ملت ته د سولې او ارامۍ هیله څرګندوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.