ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د قرنطين پرمهال د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېرشوى و

ننګرهار کې د قرنطين پرمهال د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېرشوى و

author avatar
19 Aug 2020 - 16:30
ننګرهار کې د قرنطين پرمهال د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېرشوى و
author avatar
19 Aug 2020 - 16:30

جلال اباد (پژواک، ۲۹ زمری ۹۹): د ننګرهار د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، په تېرو پنځو مياشتو کې له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۰۰ قضيې ثبت شوې چې ډېرې يې د کرونا له امله د قرنطين په موده کې وې.

چارواکي وايي، د دغو پېښو ډېرو هغو ته يې رسېدنه شوې چې د عدلي او قضايي ارګانونو او جرګو له لارې يې ستونزې حل شوې دي.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسه فتانه عزيز وايي، د روان کال په تېرو پنځو مياشتو کې له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۰۰ قضيې ثبت شوې دي.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، د يادو پېښو ډېرې يې د کرونا له امله د قرنطين په شپو او ورځو کې ثبت شوې وې چې په دې موده کې د کورنيو نارينه په کورونو کې بې روزګاره وو.

مېرمن فتانه وايي، په دې پېښو کې وهل ډبول، لفظي شخړې، فرار او نورې قضیې شاملې دي چې د حقوقي مشورو، امنیتي، عدلي او قضايي ارګانونو په همکارۍ او جرګو له لارې یې ګڼې پېښې حل شوې دي.

هغه وايي، د حج او اوقافو رياست په همکارۍ يې د ديني عالمانو په واسطه د ممبرونو له لارې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي هڅې پيل کړي دي.

فقر، بې روزګاري او د زده کړو د کچې کمښت هغه څه دي چې د چارو کارپوهان او مدني فعالان يې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي د لاملونو په توګه په ګوته کوي.

د بشر حقونو فعال او حقوق پوه عبدالبصیر سباوون هم له هغه فعالینو دی چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پيښو له ډيروالي اندیښمن بریښي.

سباوون د عامه پوهاوي نشتوالی او له قوانینو نه نا خبري هغه څه وبلل چې دغو پيښو ته يې لاره هواره کړیده.

ديني عالمان په اسلام کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی منع شوی ګڼي او وايي، د اسلام ستر پيغمبر هغه شخص تر ټولو غوره ګڼلی، چې له خپلې کورنۍ سره غوره چلند وکړي.

ديني عالم مولوي محمد غني فاروقي په دې اړه پژواک ته وويل: ((په اسلام کې په هېڅ انسان زور زياتی نشته، حتی له يو دهري سره هم بې له کوم ضرره، حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي، تاسو کې غوره هغه دی، چې له خپلې کورنۍ سره نيک چلند وکړي.))

د چارو کارپوهان پر دې باور دي چې په افغانستان کې ناپوهي او معلوماتو ته نه لاسرسی د دې سبب شوی چې په کلونو کلونو په دغه هېواد کې ښځې او ماشومان تر تاوتريخوالي لاندې دي او که دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي نو ستونزې ورسره ختمېدلی شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.