ښرنه (پژواک، ٣١ زمرى ٩٩): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې پرې پاکستان هره ورځ راکټي بريدونه کوي، خو حکومت يې پر وړاندې چوپه پاتې دى.
د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکو د زمري په ٣١مه د پاکستان د راکټي بريدونو په غبرګون کې اعتراضي غونډه جوړه کړه.
په دې غونډه کې د يادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد انور وويل چې په دې وروستيو کې هره ورځ پاکستان پر دې ولسوالۍ راکټي بريدونه کوي.
هغه وويل چې د يادو بريدونو له امله يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
دغه راز د يادې ولسوالۍ بل اوسېدونکي سطان وزير وويل چې حکومت بايد د برمل خلک د پاکستان له راکټي بريدونو نور خلاص کړي.
هغه زياته کړه: ((هره ورځ راکټي بريدونه کوي، خو حکومت چوپ دى، هېڅ هم نه وايي، د حکومت چوپتيا موږ ته اندېښنې پيدا کړې دي.))
همدارنګه په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازي خالد اسد يادې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال وويل چې پاکستان راکټي بريدونه کوي، بايد مخه يې ونيول شي.
ده ژمنه وکړه چې ياده ستونزه به د حل په موخه په کابل له اړوندو چارواکو سره شريکه کړي.
بل لور ته د پکتيکا امنيه قوماندان نثاراحمد عبدالرحيمزى بيا وايي چې د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې چوپه خوله نه پاتې کېږي.
خو زياتوي: ((دا مهمه مسئله ده، په داسې مسايلو کې بايد له احتياطه کار واخيستل شي.))
د يادونې ده، په تېرو څو کلونو کې د پاکستان پوځيان پر کونړ ولايت هم راکټي بريدونو کوي چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځينې نور بيا د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن