ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هوتک: د میدان وردګو جلریز ولسوالۍ کې درې پوستو سقوط کړی

23 Aug 2020 - 20:06
23 Aug 2020 - 20:06

میدانښار (پژواک، ۲وږی ۹۹): د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړی وايي، له تېرو څلور ورځو راهيسې د دې ولايت د جلريز په ولسوالۍ کې جګړه روانه ده او درې پوستې طالبانو نيولي دي، خو چارواکي بيا د پوستو نيولي ردوي.

د ميدان وردګو ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل:" له تېرو څلور ورځو راهيسې په جلريز کې جنګ روان دی، د ولسوالۍ شاوخوا درې پوستې طالبانو نيولي دي، خو د ولسوالۍ مقر له دولت سره دی."

هغه زياتوي، دغه ولسوالۍ ته د ميدان وردګو امنيه قوماندان الله داد فدايي او ګډو ځواکونه رسېدلي دي، تر څو نيول شوې پوستې بېرته جوړې او پروسونل په کې ځای پر ځای کړي.

د ده په وينا، تردې دمه د جګړو له امله درې امنيتي سرتیري وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

هوتک زياتوي، نن سهار طالبانو پر ولسوالۍ د درنو وسلو ډزې کړي، او امنيتي وضعيت تر يوې کچې تر کنټرول لاندې دي، خو ملکي وګړي هم زيانمن شوي، په کورونو کې مرمۍ لګېدلي او يو شمېر کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوي دي.

خو د ميدان وردګو د والي وياند محب الله شريفزي بيا د طالبانو له خوا د پوستو نيولي ردوي او زياتوي چې نن سهار  وسله والو طالبانو غوښتل پر ځينو امنیتي پوستو بریدونه کړي د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ چې په پایله کې یو وسله وال طالب وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.

هغه زياتوي چې د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان سمونمل الله داد فدايي اوس هم په جلرېز کې دی چې وسله والو طالبانو پراګنده ډزې وکړې.

د ده په وينا، امنیتي او دفاعي ځواکونو پر طالبانو ډزې کړي، هغوی له سيمې څخه تللي او امنیتي وضعيت د تېر په شان عادی دی.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version