ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سروبي ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په سروبي ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
27 Aug 2020 - 13:34
په سروبي ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
27 Aug 2020 - 13:34

کابل(پژواک، ۶ وږی ۹۹): سیلابونو د کابل په سروبي ولسوالۍ کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، لسګونه کورونه یې نړولي او په سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.

د کابل سروبي ولسوالۍ ولسوال شاه محمود ابراهیم خېل د وږي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د دغې ولسوالۍ په ښویندیو، شینوارو او شپولې کلیو کې سیلابونو زیانونه اړولي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په ښویندو کلي کې د سېلابونو له امله د یوې ښځې په ګډون ۴ مساپر مړه شوي، له اوو تر اتو پورې نارينه ټپیان شوي، ٧٠ کورونه نړېدلي، د خلکو مالونو او فصلونو ته هم زیانمن اوښتی دی.

دی وایي چې سېلابونو د یادې ولسوالۍ په شینوارو، شپولې او نورو کلیو کې ځاني زیان نه دى اړولی، خو یادو سیمو ته د امنیتي ستونزو له امله د نه تګ له کبله د مالي زیانونو دقیقې شمېرې نه لري، خو د دغو سیمو د ملکانو په وینا چې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه یې زیانمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، ټپیان روغتونونو ته لېږدولی شوي او حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د کابل د عامې روغتیا رییس کمال نبي ‌زاده وايي چې په سروبي ولسوالۍ کې د سیلابونو راوتلو له امله ۸ تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، د یادې پېښې ټپیان د سروبي ولسوالۍ، کابل او ننګرهار روغتونونو ته لېږدول شوي او ښايي د زیانونو شمېره بدلون وکړي.

د طالب په نوم د یادې ولسوالۍ یوه ملک پژواک ته وویل، د دې ولسوالۍ ماڼو، چناري، زېړي تنګي، ګوګا منډي او ښویندو کلیو کې سیلابونه راوتلي چې له امله يې ګڼ شمېر خلکو ته زیانونه اوښتي دي.

دی وايي:”د ښویندو د کلي ۶۷ کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي، ۴۰ کورونه وېجاړ شوي، یو ښځه شهیده شوې او معلومه نه ده چې څومره ټپیان دي، خو له ډېرو کورونو خلکو ټپیان روغتونونو ته وړي دي.”

د کابل ولایت د دفتر رییس نبي الله پيرخېل پژواک ته وویل چې د سروبي ولسوالۍ خلکو سره د مرستې لپاره يې تابیه کړې او ژر به له زیانمنو سره اړینې مرستې وکړي.

هغه د مرستو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي یوه نیم ساعت وړاندې پژواک ته وویل چې د کابل – جلال اباد لویه لاره د ترافيکو پرمخ د کابل ولایت اړوند خاکي تونل څخه مخکې ګوګامنډه کې بنده ده.

خو د سروبي ولسوال ابراهیم خېل په وینا، شاوخوا یوولس بجې دغه لاره د فواید عامې وزارت او د ۲۰۱ سیلاب قول اردو پرسونل له خوا پرانیستل شوه.

د يادونې ده چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د بارانونو او سيلابونو له امله لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، يواځې په پروان ولايت کې ٨٦ تنه مړه  او ١٢٠ تنه ټپيان شوي دي، دغه راز په کاپيسا، پنجشير او ميدان وردګو کې يې هم لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.