ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا او پنجشېر کې د سېلابونو له امله ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کاپیسا او پنجشېر کې د سېلابونو له امله ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
27 Aug 2020 - 14:19
کاپیسا او پنجشېر کې د سېلابونو له امله ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
27 Aug 2020 - 14:19

کابل (پژواک، ۶ وږی ۹۹): حکومتي مسوولین وایي چې په کاپیسا کې د سېلابونو راوتلو له امله لس کسان او په پنجښر کې درې مړه شوي او   اوسېدونکو ته يې درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د کاپیسا ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت په کوهبند ولسوالۍ کې د تېز باران د اورېدو او سېلابونو د راوتلو له امله لس کسان مړه، له لسو ډېر ټپیان او شاوخوا لس نور لادرکه شوي دي.

د هغه په خبره، په مړو شوو او ټپیانو کې مېرمنې، ماشومان او نارينه شامل دي.

هغه زیاتوي چې په مرکز، د کوهستان د لومړۍ او دویمې حصې له ولسوالیو او د نجراب ولسوالۍ په نیزه کې په زرګونه جريبه ځمکه، سلګونه بڼونه، پلونه او پلچک او لسګونه څاروي له منځه تللي، خو له دغو ولسوالیو تراوسه د ځاني زيان په اړه معلومات نه دي رسېدلي.

د سرچینې په وینا، د پولیسو ځواکونو د دغه ولایت د ټولو سېلاب ځپلو ساحو خلک امن ځایونو او مړي او ټپیان یې روغتونو ته اننتقال کړي دي.

بلخوا د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد شعیب دانش پژواک ته وویل، تراوسه ۹ جسدونه او ۱۲ ټپیان چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له مله مرګ ژوبله ورته اوښتې، په کلینیکونو او روغتونونو کې ثبت شوي دي.

دغه راز د پنجشېر د والي ویاند منصور عنابي وایي چې د سېلابونو راوتلو له امله په دغه ولایت کې پنځه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي او د یاد ولایت عمومي سړک په درېیو سیمو کې د ترافیکو پر مخ تړلی دی.

هغه وویل: ((منجنستو، خواجه، هفت چشمه عبدالله د دویمې حصې اړوند، میرانشاه، زمانکور، تاواخ، فراج، آبدره د عنابې ولسولۍ اړوند، مجنهور د پنجشېر ولایت د مرکز اړوندې هغه سیمې دي چې د سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.))

هغه وایي د سېلابونو له امله د عبدالله د کلینیک ودانۍ؛ د کلینیک یو امبولانس او د ۳ کیلومتره سړک  اړوند څو کانټینر تخریب شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.