چاریکار (پژواک، ۷ سنبله ۹۹): د پروان د والي ويانده وايي چې په دغه ولايت کې د سيلابونو راتلو له امله ٢١٤کساتو ته مرګ ژوبله اوښتې او ٢٥٠نور لادرکه شوي دي.
دغه سيلابونه تېره چهارشنبه د وږي په پنځمه ددغه ولايت په مرکز او بګرام، جبل السراج او سالنګ ولسواليو کې راغلل چې ډېر ځاني او مالي زيان يې واړاوه .
د پروان د والي وياندې وحیدې شهکار پژواک ته وويل چې ددغو سيلابونونو له امله ١٠٣کسان مړه او ١١١نور ټپيان شوي دي.
هغه وايي چې ٢٥٠کسان په بېلابېلو سيمو کې تر خاورلاندې او لادرکه شوي، چې د پيدا کېدو په موخه يې هڅې روانې دي.
ددغه ولايت مسوولين وايي چې د يادو سيلابونو له امله زر کورونه تخريب شوي دي.
د لادرکه شويو کسانو د پيداکېدو په موخه لس سکواټورونه کار کوي چې په هر نيم ساعت کې يو يا دوه جسدونه پيدا کوي، چې نن د يوه دوه کلن ماشوم جسد هم پيدا شو.
د نويد الله په نامه يوه ١٨کلن ځوان وويل چې د کورنۍ شپږو غړيو يې نجات پيدا کړى خو پلار يې اوس هم تر خاورو لاندې دى.
ده زياته کړه: (( له ٢٥٠ څخه تر ٣٠٠ پورې کسان اوس هم ترخاورو لاندي دي، درې ورځې وشوې چې سکواټورونه کار کوي خو تراوسه يې څه نه دي پيدا کړي، که کار تيز نه کړي ترڅو ورځو نورو به هم جسدونه پيدا نه شي.))
يوشمېر زيانمن د مرستو له نه رسېدو شکايت کوي
د مسعود د ښارګوټي يوه اوسېدونکي وويل چې د کور ټول وسايل يې له منځه تللي او تراوسه ورسره هيچا مرسته نه ده کړې.
د والي ويانده وايي چې د دولتي او خصوصي سکتور له لوري زيانمنو ته مرستې رسېدلې دي، ځينو ته وېشل شوي او پر نورو وېش دوام لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن