ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزارت لخوا پر ديني مرکزونو ٢،٢ ميليونه کتابونه وېشل کيږي

د پوهنې وزارت لخوا پر ديني مرکزونو ٢،٢ ميليونه کتابونه وېشل کيږي

author avatar
2 Sep 2020 - 18:28
د پوهنې وزارت لخوا پر ديني مرکزونو ٢،٢ ميليونه کتابونه وېشل کيږي
author avatar
2 Sep 2020 - 18:28

کابل (پژواک، ۱۲وږی ۹۹): پوهنې وزارت، د اسلامې زده کړو د روزنې مرکزونو لپاره د ۲.۲ ميليونو کتابونو د وېش لړۍ پيل کړه.

له ياد وزارت څخه د وږي په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي زده کړې برنامې د ۲.۲ ميليونه کتابونو د وېش پروسه په رسمي ډول د هېواد په کچه د اسلامي زده کړې د روزنې مرکزونو لپاره نن پيل شوه.

د پوهنې وزارت سرپرستې رنګينې حميدې د اسلامي زده کړې مرکزونو لپاره د نويو درسي کتابونو د وېش د پروسې پيل يو تاريخي ګام وباله .

هغې زياته کړه: ((د دې کتابونو چاپ چې څه باندې ۲۰۰ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د پوهنې وزارت د اختياري بوديجې له خوا ورکړل شوى.))

مېرمن حميدې ويلی، د دې لپاره چې په هېواد کې د اوسني چاپ خونو ظرفيت پياوړی شي، د دې کتابونو د چاپ مسووليت داخلي چاپ خونو ته وسپارل شو.

دې ژمنه وکړه چې د پوهنې وزارت به ددې وزارت په چوکاټ کې د اسلامي زده کړو د برنامه بشپړ ملاتړ وکړي.

د حج او اوقافو وزارت د مسلکي چارو مرستيال ډاکټر امين الدين مظفري ښاريانو ته د اسلامي تعليماتو د نويو درسي کتابونو د پوهاوي په برخه کې ډاډ ورکړ.

د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د معينيت سرپرست، محمد عارف ملکيار د کتاب په خپرولو کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، د اسلامي زده کړو نوی نصاب د وړتيا ميتود سره چمتو شوی او د اسلامي زده کړو برنامې د ښوونکو لپاره د نوي نصاب څرنګوالي په اړه به د ښوونې او روزنې پروګرامونه پيل شي.

عصمت خاورين

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.