ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکې ښځې: طالبان او دولت دې ژر سوله وکړي

لاريون کوونکې ښځې: طالبان او دولت دې ژر سوله وکړي

author avatar
2 Sep 2020 - 18:40
لاريون کوونکې ښځې: طالبان او دولت دې ژر سوله وکړي
author avatar
2 Sep 2020 - 18:40

ګردېز (پژواک، ۱۲ وږی ۹۹): په ګردېز کې ګڼو ښځو د یوه لاريون پر مهال له وسله والو طالبانو او افغان دولت وغوښتل چې نور دې د سولې خبرو پر وړاندې پلمې نه جوړوي او په دې اساسي مسئله کې دې جدي و اوسي.

دوی نيوکه وکړه چې وسله والو طالبانو جګړې ته زور ورکړی او د روانې جګړې له امله هره ورځ ګڼو افغانانو ته د ځان او مال زیانونه اوړي.

د لاريون يوې تنظيوونکې ناهيد حکيمي اندېښنه وښوده چې د سولې په خبرو کې د بهرنيو هېوادونو او بنسټونو لاسوهنې ياده پروسه له خنډونو سره مخ او د باور فضا يې خړه پړه کړې ده.

حکيمي پژواک ته وویل: ((د دولت او طالبانو مشرانو ته وايم لکه څنګه چې تاسو اولادونه لرئ او په بهرنيو پرمختللو آرامو هېوادونو کې ژوند پرې کوئ او درس پرې وايې؛ زه هم داسې اولاد لرم، که ستا ورور او زوی همداسې بې رحمانه ووژل شي، لکه زما چې وژل کيږي، ستا حالت به څنګه وي؟.))

د لاريون يوې بلې ګډونوالې سالمې وويل چې افغانانو ته په تېرو څلور لسيزو کې د جګړې له امله نه جبرانېدونکې مادي او معنوي زيانونه اوښتي او په کار ده چې د جګړې ښکېل اړخونه د افغانيت ثابتولو لپاره د سولې لاره کې ګام مخکې کړي.

سالمې زياته کړه: ((د هر افغان ارمان سوله ده، وګورئ موږ په دومره زياته جګړه کې کومه ګټه وکړه؟ دا جنګ پردی دی، دوی بايد د نورو خبرې ونه مني؛ ځکه ټول ګاونډي او نور لوی هېوادونه خپل شخصي غرضونه او ګټې لري. دوی بايد اول اوربند وکړي او بيا د سولې خبرې شروع وکړي.))

دغه راز پنځوس کلنې خديجې وويل چې په جګړه کې يې د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او له دې امله چې د کور نارينه سرپرست نلري، نو په بازار کې د ګدائي له لارې خواړه پيدا کوي.

نوموړې په ژړغوني وويل: ((په جګړه کې مې دوه وروڼه مړه شوي، يو مې خاوند مړ دی، دوه مې د تره زامن مړه دي، په الله قسم که مې څوک په کور کې پرېږدي، کرايه نلرم، ډوډۍ په سوال پيدا کوم. هر وخت همدا دعا او ژړا کوم چې ياالله په وطن کې سوله راولې.))

کاينات هم وايي، په روانه جګړه کې يې دوه وروڼه وژل شوي او يو بل معذور شوی او اوسمهال په ډېر ناوړه اقتصادي وضعيت کې ژوند تېروي.

نوموړې پژواک ته وويل: ((يو ورور مې په ملي اردو کې شهيد شو، بل ورور مې معذور دی، اقتصادي وضعيت مو بېخي ډېر خراب دی، موږ خو ښځې يو، کار نشو کولای. وسله والو طالبانو ته وایم چې که تاسو زموږ وروڼه او پلرونه نه وای وژلي، موږ به نه وای راوتلې، خير دی موږ سوال ته مه مجبوروئ، موږ مه شرموئ.))

دغه لاريون داسې مهال ترسره کيږي چې ټاکل شوې سبا د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوى قطر هېواد ته له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو کولو په موخه سفر وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.