جلال اباد (پژواک، ۱٧ وږی ۹۹): په ننګرهار کې نږدې درې کاله وړاندې د صنعت د ودې او فابريکو د برېښنا ستونزې د حل په موخه د سل مېګاواټه په ظرفيت د يوې لمريزې برېښنا پروژه پرانېستل شوه؛ خو تر اوسه يې يواځې د ساحې چارديوالي بشپړه شوې.
د دوی په وينا، مسوولينو يې د ستونزې د حل په موخه دلته د لمريزې برېښنا د جوړېدو ډاډ ورکړی، پروژه يې پرانيستې خو تر اوسه يې د برېښنا هيڅ څرک نه ليدل کېږي.
د سولر برېښنا د دغې پروژې چارې د ۱۳۹۷ لمريز کال د چنګاښ مياشتې په ۹مه پيل شوې وې او چارواکو ډاډ ورکړی و چې د پارک تر جوړېدو وروسته به ورته ډېر ژر د سولر سيسټم د جوړېدو برخه کې سوداګر پيدا کړي چې پانګه اچونه وکړي.
په ننګرهار کې د صنعت او معادنو د خونې مشر تور ملنګ شګيوال پژواک اژانس ته وويل چې يوازې د اوسپنې د ويلې کولو او سيخ ګول جوړولو ۱۴ فابريکې موجود دي چې د برېښنا له موجوديت پرته يې کار نه ترسره کېږي.
هغه وايي، د سولر برېښنا په برخه کې ورسره ژمنه شوې وه، خو تر اوسه عملي شوې نه ده او زياتوي، که د برېښنا ستونزه حل شي نو دوی ته ډېرو سوداګرو ډاډ ورکړی چې دلته به مختلفې فابريکې جوړې کړي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګې اچونې خونې مسوولين هم د برېښنا ستونزه دلته د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې پر وړاندې لوی خنډ ياد کړ.
د دغې خونې يو مسوول شاکرالله ساپي پژواک ته وويل، حکومت او ولايتي اداره بايد د لمريزې برېښنا په برخه کې خپله کړې ژمنه پوره او دغه سيسټم رامنځته کړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر هم نيوکه کوي چې دلته د پروژو خيالي پرانيستې کېږي او عملي کارونه يې ډېر ټکني وي.
هغه زياته کړه، که حکومت رښتيا هم په ننګرهار کې د صنعت د ودې لپاره پلان او اراده لري، نو بايد ددغې مهمې پروژې په برخه کې د پانګونې زمينه برابره کړي.
د ننګرهار د برېښنا رييس غلام حيدر فقيرزي بيا پژواک سره خبرو کې وويل، دا د لمريزې برېښنا پروژه په درېيو برخو کې بشپړېږي چې لومړی يې د پارک احاطه، دويم يې د څلوېښت مېګاواټه برېښنا توليد او بيا سلو ته دغه کچه پورته کول دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د حصارشاهي د لمريزې برېښنا لومړۍ برخه چې له څلوېښت جريبه ځمکې څخه د چاردېوالۍ تاوېدل دي هغه بشپړ شوې او اوس د سوداګرو په همکارۍ د دويمې برخې چې د څلوېښت ميګاواټه لمريزې برېښنا توليد دی هڅه روانې دي.
هغه زياته کړه: (( ياده پروژه د خصوصي سکتور چوکاټ کې اعلان ته سپارل شوې وه چې پايله کې يې ۸ شرکتونو له ډلې دوه شرکتونو مثبته ارزيابي شوې، هغوی به اوس د اصولو له مخې خپل پروپوزلونه جوړوي برېښنا شرکت سره به يې شريکوي او له دغو دوو شرکتونوڅخه به يو يې ګټونکى کيږي چې بيا به خپلې چارې مخته وړي.))
خو د برېښنا رييس روښانه نه کړه چې دغه چاره به کله ترسره او عملاً به کله د برېښنا توليد پيل شي.
د يادولو ده چې اوسمهال ننګرهار کې د برېښنا ستونزې له فابريکه لرونکو سربېره،عام خلک هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
Hits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن