Pajhwok Afghan News

مسعود: د “شهید اوونۍ” ته دې احترام وشي او د خلکو له ځورونې دې ډډه وشي

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۹۹): د “احمدشاه مسعود بنسټ” رییس خلک وهڅول چې د شهید اووني ته احترام وکړي، له هېوادوالو په ځانګړې توګه له ځوانانو یې وغوښتل چې د خلکو له ځورولو ډډه وکړي او عامه ذهنیت خراب نه کړي.

د دغه بنیاد رییس احمد ولي مسعود نن په یوه خبري غونډه کې چې د شهید اوونۍ نمانځلو د چمتووالي په موخه جوړه شوې وه، وویل چې دغه ورځ باید په نظم، ډسپلین او ارامۍ سره ونمانځل شي څو د خلکو د ځورونې مخه ونیول شي.

هغه ځوانانو ته په خطاب کې وویل: ((مه پرېږدئ چې ځیني په قصدي ډول د شهید اوونۍ نمانځلو په ورځ ټولنیز نظم ګډوډ او د خلکو د ازار او اذیت سبب شي.))

نوموړي په داسې حال کې چې ملي اتل یې د نظم، ډسپلین او ارامۍ نمونه وباله، زیاته کړه، هغه کسان چې دا ورځ نمانځي باید نظم مراعات کړي.

دا په اسې حال کې ده چې په تېرو څو کلونو کې د دې ورځې نمانځلو پر مهال یو شمېر ځوانان د کاروانونو په جوړولو او په انفرادي ډول په کابل ښار کې تګ راتګ کوي او د خلکو د ځورونې لامل شوي دي «د احمد شاه مسعود بنسټ» هر وخت دغه کسان خپلسري او یا ناوړه ګټه اخیستونکي بللي دي.

مسعود وویل چې امنیتي ځواکونو ته وینه ورکول، د ګل اېښودو مراسم، رسمي دولتي مراسم، ختم او خیرات، شعري او فرهنګي نندارتونونه او… د احمدشاه مسعود د بنسټ د پرګرامونو له برخو څخه دي چې د «شهید» په اوونۍ کې به جوړېږي.

نوموړي د دې په څرګندولو سره چې هېواد اوس مهال په حساس وضعیت او دوو لارو جګړې او سوله کې قرار لري، وایي چې د سولې بهیر له څه مودې راهیسې دوام لري؛ خو اوس هم د سولې بهیر د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي.

د احمدشاه مسعود د بنیاد رییس د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو پیلېدو ته په اشاره وویل، له دې لارې باید د خلکو غږ او غوښتنې واورېدل شي او د سولې په خبرو کې په پام کې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت هم خبر ورکړی، هغه کسان چې د شهید اوونۍ تر نامه لاندې پر داسې اعمالو لاس پورې کوي چې عامه نظم او عامه ذهنيت او فزیکي امنیت له خطر سره مخ کړي، له قانوني او جدي چلند سره به مخ شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د شهید په اوونۍ کې د امنیت له ټینګښته ډاډ ورکړی وایي، پولیس د ښار په هره نقطه کې شته او هغه کسان به ونیسي چې په ښار کې هوایي ډزې کوي او نظم اخلالوي.

هغه زیاته کړه: «هېڅوک حق نه لري د شهید او هېواد د شهیدانو ورځې او اوونۍ نمانځولو پر مهال د قانون خلاف اعمال ترسره کړي، که څوک داسې عمل کوي، د پولیسو له خوا به ونیول شي او قانوني چلند به ورسره وشي.»

نوموړي د پلورنځیو هغو مالکانو ته چې موټر رنګوي هم خبرداری ورکړ چې د موټرو د رنګولو په صورت کې به یې دوکانونه وتړل شي.

احمدشاه مسعود د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال د وږي په ۱۸مه چې د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپټمبر له ۹مې سره برابره ده، په امریکا کې د نیویارک پر نړیوال سوداګریز مرکز له چاودنې دوه ورځې مخکې د دوو عرب ځانمرګو په وسیله چې ځانونه یې د یوې بهرنۍ شبکې خبریالان معرفي کړي وو، د تخار ولایت په خواجه بهاءالدین سیمه کې ووژل شو.

دغه ورځ هر کال د شهید اوونۍ د پیل په نوم په ټول هېواد کې په رسمي او غیر رسمي ډول د خلکو له خوا نمانځل کېږي.

Views: 5

Exit mobile version