ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لومړي ځل لپاره پکتيکا کې د رادار سيستم فعاليږي

د لومړي ځل لپاره پکتيکا کې د رادار سيستم فعاليږي

author avatar
10 Sep 2020 - 11:09
د لومړي ځل لپاره پکتيکا کې د رادار سيستم فعاليږي
author avatar
10 Sep 2020 - 11:09

ښرنه (پژواک، ٢٠ وږى ٩٩): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ملکي هوايي چلند ادارې له لوري د هوايي حريم او فضا د کنټرول او څارنې په موخه د رادار سيستم فعاليږي.

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د ملکي هوايي چلند ادارې د تخنيکي برخې استازي محمد خايس امينزي وويل چې د رادار د جوړلو او نصبولو لپاره ځای مشخص او لومړنۍ سروې يې بشپړه شوې ده.

هغه وويل: ((د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې د پې، ار، ټي په ساحه کې درې نقطې مشخصې شوي، لومړنۍ سروې يې ترسره شوې او پاتې کارونه به يې هم ژر بشپړ شي، ترڅو د ياد رادار په مټ د پکتيکا او ګاونډيو ولايتونو هوايي حريم تر کنټرول لاندې ونيول شي.))

نوموړي وويل چې دا د هېواد له ١٢ رادارنو څخه يو دی چې د جرمني هېواد له تاليس شرکت سره يې قرارداد شوی دی.

دغه راز د پکتيکا مرستيال والي شېر بادشاه اورګوني هم د ياد اقدام ستاينه وکړه او ويې ويل چې ولايتي اداره به په ټول توان سره له ياد شرکت سره د رادار په نصبولو کې همکاري وکړي.

د يادونې ده چې شاوخوا يو مياشت وړاندې ناپېژاندو الوتکو د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خلکو پر کښتونو زهرجن توکي او پاڼې شيندلې وې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.