ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان په لومړي ځل د ملګرو ملتونو د ښځو وضعيت د کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړ

افغانستان په لومړي ځل د ملګرو ملتونو د ښځو وضعيت د کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړ

author avatar
15 Sep 2020 - 15:55
افغانستان په لومړي ځل د ملګرو ملتونو د ښځو وضعيت د کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړ
author avatar
15 Sep 2020 - 15:55

کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٩) : افغانستان  د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د وضعيت په کمېسیون کې غړيتوب ترلاسه کړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ دفتر ويلي چې افغانستان به په دغه کمېسیون کې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې غړيتوب ولري.

په نيويارک کې د افغانستان د استازولۍ دفتر له خوا د وږي په ٢٥مه، په ټويټر کې ليکل شوي: "د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ پر دې خوښه ده چې د۲۰۲۱ ۲۰۲۵- دورې لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ښځو د وضعیت د کمېسیون په انتخاباتو کې د افغانستان تاريخي بريا اعلانوي. ".

سرچينې زياته کړې، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان له غړیتوب راهیسې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د دغه مهم کمېسیون غړيتوب ترلاسه کوي".

د افغانستان حکومت هم د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت په کمېسیون کې د افغانستان غړیتوب ترلاسه کول تاريخي لاسته  راوړنه بللې ده.

د ولسمشر وياند صديق صديقي په ټويټر کې ليکلي، چې په اوس وخت کې د افغانستان ښځې د دغه هېواد د راتلونکې بڼې په بدلون کې مهم رول لري او د نړۍ په کچه د ښځو د حقونو لپاره له هر فرصت څخه په ټينګې ارادې استفاده کوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې د ملګرو ملتونو د سازمان د ښځو د وضعیت په کمېسیون کې د افغانستان د غړیتوب ترلاسه کول د سولې د خبرو په دې تاریخي پړاو کې د افغان ښځو د اغېزمن رول او د جنسیتي برابرۍ په نړیوال خوځښت کې د هغوی د لوړ غږ ښکارندويي کوي.

د ښځو د وضعیت په اړه کمېسیون (CSW) د ملګرو ملتونو سازمان د اقتصادي او ټولنیزې شورا (ECOSOC) یو فعال کمېسیون او د نړۍ په کچه د حکومتونو ترمنځ بنسټ دی چې په ځانګړي ډول د جنسیتي برابرۍ او د ښځو ځواکمنتیا ته د ودې ورکولو لپاره فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو ۴۵ غړي هېوادونه چې د دغه سازمان د اقتصادي او تولنیزې شورا له خوا ټاکل کیږي، د دغه کمېسیون غړیتوب لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.