ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د سولې خبرو پوښښ لپاره بېرته قطر ته د خبريالانو د تګ زمينه برابره کړي”

“حکومت دې د سولې خبرو پوښښ لپاره بېرته قطر ته د خبريالانو د تګ زمينه برابره کړي”

author avatar
16 Sep 2020 - 15:20
“حکومت دې د سولې خبرو پوښښ لپاره بېرته قطر ته د خبريالانو د تګ زمينه برابره کړي”
author avatar
16 Sep 2020 - 15:20

کابل (پژواک،٢٦وږى ٩٩) : د خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي، حکومت مکلف دى چې د سولې خبرو تر پايه د خبري پوښښ لپاره بېرته قطر هېواد ته د خبريالانو د تګ زمينه برابره کړي.

 د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول صديق الله توحيد د وږي په ٢٦مه په کابل کې د خبري کنفرانس پرمهال وويل چې قطر ته د بېلابېلو رسنيو يو زيات شمېر هغه خبريالان چې د سولې خبرو د پوښښ لپاره تللي وو، د حکومت د مسوولو ارګانونو د نه همکارۍ له امله هغوى اړ شوي چې د سولې خبرو پاتې بهير پريږدي او هېواد ته راستانه شي.

توحيدي زياته کړه، حکومت مکلف دى چې خبريالانو ته اسانتياوې برابرې کړي، او د معلوماتو ورکړې ته ژمن واوسي، حکومت دې د سولې خبرو د پوښښ مانع نه ګرځي او په قطر کې دې ورته د خبري پوښښ زمينه برابره کړي.

وويل چې حکومت او قطر دې راغلو خبريالانو ته د بېرته تګ زمينه بيا مساعده کړي ترڅو د سولې له بهير څخه هېوادوال خبر او په دې برخه کې يې اندېښنې لرې شي.

توحيدي په حکومت، د سولې چارو په وزارت، د مصالحې عالي شورا او پر قطر غږ وکړ چې ژر تر ژر دې خبريالانو ته دوم ځلي بېرته قطر ته د سولې خبرو د پوښښ په موخه لارې چارې برابرې کړي، ځکه معلوماتو ته لاسرسى د ټولو خلکو مسلم حق دى، دا حق قانون ورته ورکړى او دوى دې خبريالان او خلک له دې مهم او سرنوشت ټاکوونکي حق او د سولې په اړه له معلوماتو نه بې برخې کوي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، د اطلاع ورکولو لپاره د رسنیو او خبریالانو پر وړانډې د هر ډول خنډ رامنځته کېدل د اساسي قانون له ۳۴ مې او ۵۰ مې مادې، د ټولیزو رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي له قوانینو سره مخالفت لري.

دغه راز نوموړي له حکومت او طالبانو څخه وغوښتل چې په قطر کې دې د سولې د روان بهير په اړه   په وخت او پوره معلومات د خبريالانو واک کې ورکړي، ترڅو هغوى د خپلو رسنيو له لارې هېوادوال د روان بهير په اړه خبر کړي.

توحيدي د سولې په چارو کې دخيلې يوشمېر ادارې او مسوولين تورن کړل چې په قطر کې يې تلليو خبريالانو ته ويلي چې د تاسو لپاره د قطر هېواد د پنځو ورځو وېزه درکړې، او که پاتې شئ نو د وېزې د تمديد، قرنطين، د سولې پلاوي ته د نه لاسرسي او لوړ لګښت له ستونزو سره به مخ شئ.

دى وايي،خو کله چې خبريالان د بېرته راتګ پرمهال د قطر په هوايي ډګر کې تر خروجي ټاپې وهلو وروسته خپل پاسپورټونه ترلاسه کوي، ګوري چې د قطر هېواد د پنځو ورځو نه، بلکې د يوې مياشتې وېزه ورکړې او دوى قانونا يوه مياشت بې هر ډول ستونزې هلته پاتې کېداى شواى.

د کليد خبريال حامد کوهستاني ددې خبري کنفرانس پرمهال وويل چې که څه هم په قطر کې خبريالانو ته د خبري پوښښ ښه زمينه مساعده وه ، خو د وېزې د وخت د کموالي او هلته د پاتې کېدو په اړه ورته ناسم معلومات او د زياتو ستونزو پيدا کېدو په اړه وويل شول، دوى يې له امله اړ شول چې تر درې ورځو تېرولو وروسته بېرته له تللي پلاوي سره چې ډاکټر عبدالله او اتمر په کې شامل و راشي، او هلته د پاتې مرکچي پلاوي او د سولې له اړوندو خبرو بې برخې شي.

ده وويل چې هلته حکومت دوى له داسې بې سرنوشتۍ سره مخ کړل چې اړ وو هېواد ته راستانه او د سولې د پاتې خبري پوښښ د دوام له حقه محروم شوي .

ده وويل، له حکومته يې غوښتنه دا ده چې بېرته قطر ته ورته د تلو زمينه مساعده کړي،ترڅو د سولې اصلي او روان بهير تر پوښښ لاندې ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.