ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمان: د لويو لارو بندول هېڅ شرعي او قانوني جواز نه لري

ديني عالمان: د لويو لارو بندول هېڅ شرعي او قانوني جواز نه لري

author avatar
16 Sep 2020 - 16:14
ديني عالمان: د لويو لارو بندول هېڅ شرعي او قانوني جواز نه لري
author avatar
16 Sep 2020 - 16:14

ترينکوټ (پژواک، ۲۶ وږی ۹۹): د اروزګان يو شمېر ديني عالمانو نن د يوې پراخې غونډې پر مهال پر طالبانو غږ وکړ چي د ولسونو پر مخ دې تړلې لارې پرانيزي او له کلابندۍ څخه دي وژغوري.

په اروزګان کې د طالبانو له خوا له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ټولو لويو لارو بندښت او د درېيو مياشتو راهيسې بيا د دغه ولایت چنارتو ولسوالۍ ته د توکو پر لېږد بنديزونه د اروزګاني ديني عالمانو غوڅه را پارولې او د ولس پر وړاندې ستر ظلم بولي.

دغه ديني عالمان چې نن ولایتي شورا کې راټول شوي وو، پر عامو ولسونو د لويو لارو بندول، د خوراکي او غیر خوراکي توکو پر لېږد مخنیوی او په ټوله کې د ولسونو کلابندي د طالبانو له خوا هغه ظلم ياد کړ چې نه په شريعت او نه هم قانون کې جواز لري.

ديني عالمان وايي، عام ولسونه له کلونو راهیسې له سختو ستونزو سره مخ دي، روغتونونو ته پر وخت د ناروغانو نه رسېدنه، له لومړيو خدماتو څخه بې برخې والی، لوږې او پر فرعي لارو د ساعتونو مزل هغه سترې ننګونې دي چې کلونه اروزګاني ولسونه ترې کړېږي.

ديني عالم مولوي نقیب الله وویل، طالبانو د اروزګان د خلکو پر ستوني پښه ايښې او له سختو ستونزو سره يې مخ کړي.

هغه زياته کړه، له مرکز ترینکوټ سره د ټولو ولسوالیو او کندهار ترمنځ له کلونو راهیسې د عمومي لارو بندول، پر چنارتو د توکو پر لېږد بندیز، روغتیايي خدماتو او په ځانګړې توګه د واکسین تطبیق ته اجازه نه ورکول او ګڼ نور هغه پرمختګونه چې طالبانو د خپلو سیمو پر خلکو بند کړي دي.

بل ديني عالم مولوي محمد رحیم بیا د طالبانو دغه کړنه د شريعت او قانون څخه خلاف بولي او وايي، په هېڅ دین او مذهب کې د انسان او مسلمان ځورونه جواز نه لري.

د هغه په وينا، طالبان غواړي چي د همدې لارې پر افغان دولت او ځانګړي توګه نظامي ځواکونو فشار راوړي، په داسې حال کې چې ددغه ولایت ټولو ولسوالیو ته دولتي انتقالات د هوا له لارې کېږي.

د ولايتي شورا منشي عبدالکریم خادم زوی وايي، د لارو د بندېدو لها مله ولسونه له سختو اقتصادي او اجتماعي ستونزو سره مخ دي.

هغه هم پر طالبانو غږ وکړ چې د شته حالت څخه د خلاصون په برخه کې خپل لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

هغه ګواښ کوي که له شته حالت څخه د نجات لاره پیدا نه شي، نو په ټول ارزګان او په ځانګړې توګه په چنارتو ولسوالۍ کې به انساني ناورین  رامنځته شي.

وسله والو طالپانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.