ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي

فارياب کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي

author avatar
18 Sep 2020 - 14:35
فارياب کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي
author avatar
18 Sep 2020 - 14:35

 میمنه (پژواک، ۲۸ وږى ۹۹): سيمه ييزې سرچينې وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو په فارياب کې درې سرتېري وژلي او د ٢٠٩شاهين قول اردو د لومړۍ لوا د قوماندان ياور يې په ټپي حالت کې ژوندى نيولى دى.

يوه باوري سرچينه وايي چې تېره شپه اته نيمې بجې د ٢٠٩شاهين قول اردو د لومړۍ لوا يو رېنجر له خواجه سبزپوش ولسوالۍ څخه د ميمنې ښار ته روان و چې د ميمنې ښارپه شپږکيلومترۍ د کته کم په سيمه د طالبانو له کمين سره مخ شو.

دده د معلوماتو په اساس،په دغه پېښه کې درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او د لوا د قوماندان ياور په ټپي حالت کې طالبانو ژوندى نيولى دى.

د فارياب د والي مرستيال عبدالمقیم راسخ دغه پېښه تاييدوي خو وايي چې تراوسه معلومه نه ده چې په دغې پېښې کې درې کسان ټپيان شوي که دوه .

په فارياب کې د طالبانو يو قوماندان وايي چې د ملي اردو رېنجر موټر يې په راکټ ويشتلى چې له امله يې درې کسان وژل شوي او يوتن يې په ټپي حالت کې نيولى چې روغتيايي حالت يې نازک دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.