ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوليسو رېنجر جلال اباد ښار کې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

22 Sep 2020 - 11:33
22 Sep 2020 - 11:33

جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹):  د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې پوليسو په رېنجر موټر څلور ماشومان وهلي چې چارواکي وايي، يو يې مړ شوی او درې نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په لومړې نېټه پژواک ته تاييد کړه چې نن تر غرمې مخکې شاوخوا دوولس بجې دغه پېښه د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د لومړنيو معلوماتو له مخې د ښېوې ولسوالۍ د پوليسو موټر چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند قصبې سيمه کې د تېرېدو په حال کې و، څلور ماشومان يې وهلي دي.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې يو ماشوم مړ شوی او درې نور ټپيان دي چې روغتون ته انتقال شوي دي.

د جلال اباد د حوزوي روغتون يوې سرچينې هم پژواک ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې د پېښې له ځايه ورته دوه ټپيان او يو جسد چې ټول ماشومان دي انتقال شوي دي.

دې سرچينې زياته کړه چې په ټپيانو کې د يوه روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.

د سيمې يوه اوسېدونکي صاحب الله پژواک ته وويل چې د پوليسو رېنجر موټر ګړندی تګ کاوه چې دا پېښه رامنځته شوه.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي ډاډ ورکړ چې پېښه تر څېړنو لاندې ده او که پوليس مجرم ثابت شي، قانوني چلند به ورسره وشي.

Hits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.