ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د چورلکې لوېدو پېښې له امله دوه پیلوټان وژل شوي

24 Sep 2020 - 14:28
24 Sep 2020 - 14:28
لخمري (پژواک,۳تله ۹۹):په بغلان کې نن مازیګر د ملي اردو د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې دوه پیلوټان وژل شوي دي.
 
د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې, نن مازیګر څلورنیمې بجې د ملي اردو یوه ام ډي ۵۳۰ ډوله چورلکه د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په کپرک سیمه کې لوېدلې ده.
سرچینه وایي چې په دې پېښه کې دوه پیلوټان وژل شوي دي.
خبرپاڼه لیکي چې د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد پر دغې پېښې خواشیني ښودلې او متاثره شوی دی.
سرچینه وایي چې ملي دفاع وزارت ددغې پېښې تخنیکي اړخ څېړي.
بله خوا په بغلان کې سرچینې وایي چې ددغې پېښې په ترڅ کې یو پیلوټ او یوبل کس وژل شوي دي.
 
د بغلان د والي ویاند محمد نذیر نجم پژواک ته وویل چې دغه چورلکه د ۲۱۱۷پامیر قول اردو اړوند وه چې له کیله کي يې پرواز کړی و.
هغه وایي یاده چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله د پلخمري ښار په څنډه کې لوېدلې ده. 

Hits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.