ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد کې د څه باندې ۲.۱ میلیارد افغانیو په لګښت ټولګټې پروژې پلې کېږي

هېواد کې د څه باندې ۲.۱ میلیارد افغانیو په لګښت ټولګټې پروژې پلې کېږي

author avatar
26 Sep 2020 - 15:09
هېواد کې د څه باندې ۲.۱ میلیارد افغانیو په لګښت ټولګټې پروژې پلې کېږي
author avatar
26 Sep 2020 - 15:09

کابل (پژواک، ۵ تله ۹۹): د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په شاوخوا یو کال کې د دوه میلیارده او ۱۴۷ ميلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۹ ټولګټې پروژې پلې کوي.

د دغو پروژو تړونونه نن د یاد وزارت نوماند وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي له پرمختیایي شوراګانو سره لاسلیک کړي دي.

سرچینه لیکي چې د یاد وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام اړوندو یادو پروژو کې د څښاک اوبو او د اوبو رسولو د شبکو کانالونه، ۱۰۸ کیلومتره سړک، استنادي دیوالونو، پلونه، څاګانې پروژې شاملې دی چې ۱۰۷ یې د کوچیانو لپاره دي.

د کليو بیارغونې او پراختیا نوماند وزیر په وینا، په یادو پروژو ټول ۱۴۷ ميلیونه افغانۍ لګښت راځي. د ده په وینا له دغو پروژو ۱۱ المان تولیدوي، ۸۵ ميلیونه یې د اسیا پرمختیایي بانک  ورکوي او پاتې نور د افغانستان د دولت له بودیجې ورکول کیږي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، دغه پروژې به په شاوخوا یو کال کې بشپړې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.