ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوړو زده کړو وزارت: د لغوه شوو پوهنتونونو محصلين تبديليږي

د لوړو زده کړو وزارت: د لغوه شوو پوهنتونونو محصلين تبديليږي

author avatar
27 Sep 2020 - 16:19
د لوړو زده کړو وزارت: د لغوه شوو پوهنتونونو محصلين تبديليږي
author avatar
27 Sep 2020 - 16:19

کابل (پژواک،۶ تله ۹۹): په کابل کې ديوه خصوصي پوهنتون لسګونه محصلين ادعا کوي چې لوړو زده کړو وزارت ددغه پوهنتون فعاليت لغوه کړى، خو محصلينو ته د تبديلۍ اجازه نه ورکوي، خو وزارت ددوى ادعا ردوي.

بلخواد شفاپوهنتون رييس وايي چې دوى د ارزونې ٤٠ نمرې اخيستې وې، خو د لوړو زده کړو وزارت ورسره زياتى کړي او نومرې يې کمې کړې دي.

د شفا خصوصي پوهنتون لسګونه محصلين چې نن د تلې په ۶مه د يوه لاريون په بڼه د لوړو زده کړو وزارت مخې ته راټول شوي وو، غوښتنه کوله چې وزارت دې دوى ته د تبديلۍ امر ورکړي چې د زده کړو دوام لپاره بل پوهنتون ته ولاړ شي او برخليک يې معلوم شي.

د فدا محمد همدرد په نوم يوتن محصل پژواک ته وويل، کله چې دوی په ياد پوهنتون کې داخله کوله نو د لوړو زده کړدو وزارت په سايټ کې دغه پوهنتون شتون درلود او جواز يې هم و.

خو وروسته يې جواز لغوه او ددوى برخليک هم نامعلوم شو.

هغه وايي، پخوا يې هم غوښتنې کړې دي، خو وزارت مثبت ځواب نه دى ورکړى، ځکه يې نن پر لاريون لاس پورې کړ.

يو بل محصل چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل : (( موږ څو ځله له وزارت سره ياده ستونزه شريکه کړې، خو وزارت موږ د پوهنتون د لغوه کېدو وايو او ستونزه راته نه حل کوي.))

د هغه په وينا، نه حکومت د دوی غوښتنو ته غوږ نيولی، نه وزارت او نه هم د ياد پوهنتون رييس . هر څوک ورته منفي ځواب ورکوي.

نوموړي ګواښ وکړ چې که ستونزې يې هوارې نه شي، نو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

بلخوا د لوړو زده کړو وزارت وياند حامد عبيدي وايي چې په ١٣٩٥ لمريز کال کې د ولسمشر غني له لارښوونې سره سم يوه پلاوي د خصوصي طبي پوهنتونونو ارزونه وکړه.

هغه پژواک خبرى اژانس ته وويل، په دې پلاوي کې چې د لوړو زده کړو وزارت او عامې روغتيا وزارت استازي شامل وو، ټول خصوصي پوهنتونونه يې ورازول او په پايله کې يې د شفا په ګډون د شپږو پوهنتونونو چې ډېرې کمې نومرې يې اخيستې وې، جوازونه لغوه شول.

عبيدي وايي چې بيا په ١٣٩٧ لمريز کال کې د حکومت کابينې ددې پوهنتونونو لغوه کېدل تاييد کړل او د محصلينو د جذب حق يې ترې واخيست.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.