ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي د تورخم د ترانسپورټ د مسوول په ګډون د ټولو کارکوونکو د بدلولو امر وکړ

د ننګرهار والي د تورخم د ترانسپورټ د مسوول په ګډون د ټولو کارکوونکو د بدلولو امر وکړ

author avatar
29 Sep 2020 - 11:42
د ننګرهار والي د تورخم د ترانسپورټ د مسوول په ګډون د ټولو کارکوونکو د بدلولو امر وکړ
author avatar
29 Sep 2020 - 11:42

جلال اباد (پژواک، ٨ تله ٩٩) : د ننګرهار والي د تورخم د ترانسپورټ د برخې د مشر په ګډون د ټولو کارکوونکو د بدلولو امر وکړ او ملي امنیت رييس ته یې لارښوونه وکړه چې د فساد پر ضد په مبارزه کې ورسره جدي همکاري وکړي .

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي ضياء الحق امرخېل پرون تورخم ښارګوټي ته د سفر پر مهال له سوداګرو سره په ناسته کې پرېکړه وکړه چې په اوونۍ کې به پنځه ورځې کوزې پښتونخوا ته په نوبتي ډول یو خالي او یو له بار څخه ډک وړونکی موټر تګ کوي.

هغه زياته کړه، همدا راز به د جمعې او شنبې په ورځو یواځې خالي بار وړونکي موټر تګ وکړي، خو دا پرېکړه یواځې د شپږو اوونیو لپاره د اعتبار وړ ده او د ستونزو د حل په ترڅ کې نور تغیرات هم رامنځته کېدای شي.

د ننګرهار والي همدا راز د ستونزو د حل او اصلاحاتو د رامنځته کېدو په موخه د تورخم د ترانسپورټ د برخې د مشر په ګډون د ټولو کارکوونکو د بدلون امر وکړ او ملي امنیت رييس ته یې لارښوونه وکړه چې د فساد پر ضد په مبارزه کې ورسره جدي همکاري وکړي .

نوموړى وايي چې په یادو اقداماتو سره به سوداګرو ته اسانتياوې رامنځته او د نرخونو په ښکته کېدو کې به مستقیمه اغېزه ولري، همدا راز یې له سوداګرو هم وغوښتل چې د فساد ورکړې ته زمینه برابره نه کړي .

هغه ډاډ ورکړ چې د سړک د پراخوالي په موخه یې د فوايد عامې چارو رييس ته دنده ورکړې چې د ډیزاین چارې ترسره کړي، همدا راز یې د شفاف میکانیزم په رامنځته کېدو سره د سوداګرو په مرسته د پول جوړېدو غوښتنه وکړه .

ننګرهار والي په تورخم ښارګوټي کې د بندر والۍ معیاري جوړېدو، تورخم ښارګوټي هټۍ والو او لاسي پلورونکو نظم رامنځته کېدو او یو شمېر نورو برخو کې په همغږۍ د قانون په چوکاټ کې د ستونزو د حل لارښوونه وکړه .

د یادې ناستې پر مهال د ننګرهار ګمرک رييس نصرالله صاحبزاده، د سوداګرۍ خونې مشر حاجي ګلمراد عرب، سوداګرو ډاګټر مخلص او حاجي زلمي د خبرو پر مهال د ننګرهار والي څخه مننه وکړه چې تورخم ته یې د دوی د ستونزو په موخه سفر وکړ او د دوی لپاره یې د سړک د پراختیا امر ورکړ .

دوی د تورخم ښارګوټي د پراختیا،په مرکزي کچه کوزې پښتونخوا کې د دوی ستونزو ته حل لارې موندلو او پلچرخي سیمه کې د بار وړونکو موټرو د ګړندیتوب په موخه د زیاتو دروازو جوړېدو وړاندیز له مرکز سره د شریکولو غوښتنې وکړې .

په تورخم ښارګوتي کې په یاده ناسته کې د ملي امنيت رئيس فضل هادي ملکزي، ولايتي شورا غړو عبيدالله شينواري، اصحاب ولي مسلم، د ولايت د دفتر، ګمرک، سړکونو ساتنې او څارنې، ترانسپورټ او کرنې رئیسانو او یو شمېر نورو ګډون کړی وو.

د ننګرهار والي دغه راز د تورخم ښارګوټي له مسوولینو سره د ناستې پر مهال د دوی ستونزو اورېدو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې لارښوونې وکړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.