ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې له بڼوالو سره د وسايلو مرسته وشوه

په ننګرهار کې له بڼوالو سره د وسايلو مرسته وشوه

author avatar
29 Sep 2020 - 16:07
په ننګرهار کې له بڼوالو سره د وسايلو مرسته وشوه
author avatar
29 Sep 2020 - 16:07

جلال اباد (پژواک، ۸ تله ۹۹): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت د شپږو ولسواليو ۶۴۰ بڼوالو ته د ۲۷ميليونه افغانيو په لګښت کرنيز وسايل ورکړل شول.

مسوولين وايي، په دغو وسايلو کې د کرنيزو درملو پاشلو ماشينونه، د شاخ بورۍ کوچنۍ او سترې قيچي ګانې، حفاظتي لباسونه، د ميوو پرېکولو وسايل او د حاصلاتو د راټولولو بېلابېلو وسايل شامل دي چې د CBARD پروژې له لارې ورکول کېږي.

د مرستو د وېش دا لړۍ د تلې په ۸مه جلال اباد ښار کې پيل شوه او مسوولين هيله مند دي چې د دغو وسايلو په ترلاسه کولو به بڼوال خپل حاصلات لوړ او د راټولولو چاره به يې معياري کړي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وویل، د کرنې او مالدارۍ ریاست د CBARD پروژې له لوري د ۲۶.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د شېرزادو، اچین، خوږیاڼو، چپرهار، روداتو او کوټ ولسوالیو ۶۴۰ باغ لرونکو ته د بڼوالۍ بېلابېل وسايل ورکول کېږي.

هغه زياته کړه چې په دې وسايلو کې د کرنیزو درملو پاشلو ماشین،د شاخ بورۍ کوچنۍ او سترې قیچي ګانې، حفاظتي لباس، د مېوې د پرېکولو قیچي، د حاصل را ټولیدو وسایل، زینه او نور توکي شامل وو مرسته وشوه چې هر باغ لرونکي ته د څه باندې ۲۶ زره افغانیو په ارزښت توکي ورکړل شول .

دی وايي، هغو ولسوالیو ته چې پاملرنه کمه وه، پام واوښت او له باغ لرونکو یې وغوښتل چې د تر لاسه شویو مرستو څخه په ښه توګه ګټه واخلي او د خپلو باغونو ښه پالنه او روزنه ترسره کړي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير انعام الله ساپي وویل، یاده مرسته د امریکا متحده ایالاتو له لوري د نشه یي توکو کښت د مخنیوي او پر ځای یې حلال فصلونو، باغدارۍ او نورو برخو ته زمینه برابرول دي.

د شېرزادو ولسوالۍ يو باغ لرونکي امین الله وويل، دا لومړی ځل دی چې بڼوالو ته په مستقيم ډول مرسته ورکول کېږي او زياته يې کړه چې پخوا دا ډول مرستې ملکانو ته سپارل کېدې چې هغوی به بڼوالو او کروندګرو ته نه رسولې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.