ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې يو پلاوى د پکتيا ولايت امنيت ارزوي

د ولسي جرګې يو پلاوى د پکتيا ولايت امنيت ارزوي

author avatar
29 Sep 2020 - 16:05
د ولسي جرګې يو پلاوى د پکتيا ولايت امنيت ارزوي
author avatar
29 Sep 2020 - 16:05

ګردېز (پژواک، ۸ وږی ۹۹): د پکتيا ولايت د خراب امنيتي حالت په اړه د خلکو او ولايتي شورا له اندېښنو او شکايتونو وروسته د عمومي امنيتي حالت ارزونې لپاره د ولسي جرګې يوه پلاوي ګردېز ته سفر کړى.

پلاوى وايي چې په دې اړه به ټولو اړوندو ادارو سره خبرې وکړي او د حالت خرابېدو عوامل به وپوښتي.

د پلاوي يو تن غړي او په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي ابراهيم غښتلي پژواک اژانس ته وويل چې پکتيا کې وروستۍ ناامنۍ او ځنځيري وژنې د جدي اندېښنې او پلټنې وړ دي او دوی به په دې اړه څېړنې وکړي.

غښتلی وايي:((پکتيا کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دی، د شپږ ولسواليو لاره تړل شوې، وسله وال طالبان په رڼا ورځ هلته پاټکونه اچوي، ګمرکونه او پيسې اخلي. په ګردېز کې هم امنيت خراب دی او ځنځيري قتلونه کيږي.))

د ولسي جرګې بل غړی نصيب مقبل وايي چې له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د ګردېز ــ شپږ ولسواليو تر منځ لويه لاره د وسله والو طالبانو له خوا تړل کېدو خلک له ګڼو ستونزې سره مخ کړي دي.

ده زياته کړه:((تاسو ګورئ چې امنيتي حالت تر بل هر وخت خراب دی، د خلکو د بار، بار غوښتنو او خپل مسووليت پر اساس پکتيا ته په رسمي سفر راغلو. موږ به د پکتيا له ټولو چارواکو سره خبرې وکړو او څه چې لازم دي، له دوی به يې وپوښتو.))

د پلاوي مشر او د يادې جرګې غړي سيدحسن پکتياوال د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې تر دې وړاندې ځينې راغلي پلاوي نمايشي و، خو دوی به شته مسايل په جدي او دقيق ډول وڅېړي.

هغه وايي:((مخکې چې کوم پلاوي راغلي، هغه نمايشي و، دا ځل ستاسو خپل استازي راغلي. موږ به ډېر کوشـش وکړو چې واقعيت ته ورسيږو او ستونزې امنيت شورا او ولسمشر ته ورسوو.))

د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي امنيتي مسوولين په ناغېړۍ تورنوي او وايي چې د ځينو جدي مسايلو په اړه اقدام نه کوي، چې له امله يې امنيتي حالت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

ده پژواک ته وويل چې د پکتيا د امنيتي حالت د ښه والي لپاره دوى ګډه ناسته وکړه او له دوی يې غوښتنه وکړه چې د ولسي جرګې د امنيتي او دفاعي کمېسيون په وړانديز يو پلاوى راشي، دلته وضعيت له نږدې وګوري او د امنيتي مسوولينو کړنې ارزيابي کړي، تر څو د راتلونکي لپاره ښه تصميم ونيولی شي.

پکتيا والي محمدحليم فدايي بيا وايي چې په امنيتي برخې کې يې شته ستونزې، غوښتنې او خلاوې له اړوندو مرکزي ادارو سره شريکې او هڅه کوي چې ستونزو ته مناسب حل پيدا شي. فدايي پژواک ته وويل:((موږ د سولې په يو ډېر نازک حالت کې قرار لرو او په دې وخت کې موږ نه غواړو چې د ولسمشر د هدايت پر اساس زموږ له عملياتو د سولې خبرو ته کوم زيان ورسيږي، خو موږ د لارې د خلاصون په اړه له ولس سره خبرې کړې او په دې برخه کې ډېر پيشرفت شوی دی.))

له تېرو شاوخوا دوه مياشتو راهيسې په پکتيا کې امنيتي پېښې، د وسله والو بېلابېل بريدونه او چاودنې زياتې شوې او يادې ډلې له تېرې شاوخوا يوې نيمې مياشتې د ګردېز او شپږ ولسواليو تر منځ غځېدلې لويه لاره هم تړلې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.